روزنامه هیواد

پر حساب ورکولو د ولسمشر ټىنګار

د ولسمشر غنی همېشنى ټىنګار دادى چې ادارې او مسوولىن باىد ځواب ورکوونکی وی او دوى ولس ته ځواب ورکړی، حتى تېر ځل ىې د ولسی جرګې د پرانىستې پرمهال د ولس استازو ته ووىل: هره اداره ، وزارت او چارواکى چې خپله ورکړل شوې بودجه معقوله او پر وخت ونه لګوی، نو تاسو حق لرئ چې له هغه څخه حساب وغواړئ،

حتى په هرو شپږو مىاشتو کې باىد دوى ولس ته حساب ورکړی او که حساب او ځواب ىې د قناعت وړ نه وو، نو تاسو حق لرئ چې د باور راىه مو ترې واخلئ او له دندې ىې لرې کړئ.

پر حساب ورکولو د ولسمشر غنی د ټینګار ىو لامل دادى چې د فساد مخه ونىول شی او مسوولىن دا حس کړی چې دوى خودمختاره نه دی، بلکې دوى ولس ته ځواب وىونکی دی، بله دا چې باىد ولس ته پر وخت خدمات برابر شی، تر څو له ىوې خوا د خلکو ستونزو ته رسىدګی وشی او له بل لوری د دولت او ملت تر منځ د اعتماد فضا رامنځته شی.

په رسمی توګه د حساب ورکولو اصول په درېو برخو وىشلى شو. لومړى داچې په هره اداره کې باىد د محاسبې مقررات وضع شی چې په مستنده توګه ټول عواىد او لګښتونه درج کړی او ترڅنګ ىې د څارنې ځانګړې کمېټې چې له مسلکی اشخاصو څخه جوړې وی او د دولت په بودجوی واحد کې د څارنه مسوولىت په غاړه لری موجودې وی.

دوىم دا چې د تفتىش او محاسبې مستقلې ادارې او کمېسىونونه چې ځانګړی صلاحىتونه لری او کولى شی د دولت لوړ رتبه مامورىن او د هغوى خپلوان تر څارنې لاندې ونىسی. درېىم د اجراىی قوې له خوا مقننې قوې ته د حساب ورکولو بهىر دى چې د دولت کابىنه د پارلمان غړىو ته حساب ورکړی، ځکه د پارلمان غړی د ولس استازىتوب کوی او لازمه ده چې د ولس په نامه د څارنې حق او وجىبه ادا کړی.

په ىوه اغېزمن دولت کې اجراىی قوه په دوامداره توګه مفننه قوې ته حساب ورکوی او دا معلومات د ډله ىىزو رسنىو په وسىله ولس ته رسېږی چې پر بنىاد ىې د پارلمان غړی د اجراىی قوې له چارواکو څخه پوښتنې کوی او که چېرې د پوښتنو ځواب د قناعت وړ نه وی، نو اجراىی قوې د مجازاتو د اصل په بنىاد خپل وړاندىزونه مقننه قوې ته وړاندې کوی او بېرته د خپلو اجرااتو په اړه راپور ورکوی، خو که په قانون کې ستونزې موجودې وی، نو مقننه قوه قانون بدلوی او ىا د تعدىل په اساس پېچلتىاوې لرې کوی او که د اجراىوی قوې چارواکی ستونزې لری نو هغوى خپلې ستونزې حلوی.

په اغېزمنه دولتدارۍ کې د تعادل او توازن اصل ته ډېره پاملرنه کېږی. د سترې محکمې او قضاىىه قوې استقلال ساتل د دې اصل ډېر مهم رکن دى، ځکه اغېزمن دولت د قانون د حاکمىت پر بنسټ ولاړ وی، نو ځکه په دولت باندې د قانون تعبىر او تطبىق د قانونمندۍ پّه لحاظ په خپل ډېر لوى څارونکى دى.

همدا سږ کال ولسمشر غنی ټول وزارتونه او ادارې مکلفې کړې چې د رسنىو له لارې باىد ټول ولس ته د خپلو کړنو راپور او حساب ورکړی او دغه بهىر په ژوندۍ بڼه د تلوىزىونونو له لارې خپور شو.

محمدروښان ښاد

ممکن است شما دوست داشته باشید