روزنامه هیواد

پر ایندویورولوژی (لایزر) ماشین د پروستات د عملیاتو ښیګڼې

په ډېره خوشحالۍ اوله الله ج څخه د شکر په ادا کولو سره اوس د افغانستان په زیاتو روغتونونو کې نوې تکنالوژی یعنې (Endouology) TURP  د وسایلو په رامنځته کېدو سره چې په عامیانه ډول خلک ورته د پروستات د لایزر عملیات وایی اجرا کېږی، چې لاندې ښیګڼې یا ګټې لری چې ګران هیواد وال باید ورڅخه خبر شی.

۱-  د ایندویورولوژی د وسایلو ( ماشین یا لایزر ) په واسطه کله چې عملیات اجرا کېږی د ناروغ ګیډه یا بطن نه خلاصیږی یوازې د نارینه د فرج یعنې احلیل له لارې وسایل داخل کېږی او غټ شوى پروستات د ټوټې ټوټې په شکل راایستل کېږی او د ناروغ وینه بهیدل ښه کنټرول او درول کېږی.

۲_ د ایندویورولوژی د وسایلو په واسطه ټولې لاندینۍ بولی برخې Lower urinary system لومړى ښې لیدل کېږی ناروغی یا مرض معلومیږی او بیا د سترګو تر دید لاندې عملیات اجرا کېږی.

۳_ د ایندویورولوژی د ماشین په واسطه د ناروغ عملیات په لږ وخت ۳۰-۴۵ دقیقو کې ترسره کېږی او بولی سیستم ښه مینځل (لواژ) کېږی.

۴_ هغه ناروغان چې د پروستات غده یی غټه شوې وی او تلویزیونی یا التراساوند معایناتو ښودلی وی او د ناروغ ادرار بند او عمر یې لوړ وی او د خلاصو جراحی (Open Surgery) عملیاتو توان ونه لری د ایندویورولوژی (لایزر) ماشین په واسطه ډېر ښه او مطمین عملیات کېږی.

۵_ هغه ناروغان چې زیات عمر ولری ضعیف او ناتوانه وی او یا د پروستات او مثانې سرطان ولری او متیازې یا ادرار یې بند وی د ایندویورولوژی ماشین په واسطه ډېر ښه عملیات کېږی.

۶_ هغه ناروغان چې په دوامدار ډول یې په متیازو کې وینه راځی او د سفلى یا لاندینی بولی سیستم (Lower urinary system) د سرطان او یا د مزمن انتان شک موجود وی د ایندویورولوژی د وسایلو په واسطه له سفلی بولی لارې یوه ټوټه ِغوښه (Biopsy) اخیستل کېږی او د ښه تشخیص په خاطر لابراتواری معایناتو ته لېږل کېږی او له لابراتواری نتیجی وروسته ناروغ ته لازمه درملنه اجرا کېږی.

۷_ هغه ناروغان چې د مثانې یا د پروستات عملیات یې د ماشین په واسطه اجرا شوى وى د لږ وخت لپاره په بستر کې پاتې کېږی یعنې یوه شپه او ورځ .

۸_ هغه ناروغان چې د ایندویورولوژی د ماشین په واسطه عملیات شوی وی ډېر کم له مکروبونو یا انتان سره مخامخ کېږی.

۹_ هغه ناروغان چې پروستات غده یې غټه شوې وی او په مثانه کې واړه واړه کاڼی هم ولری د دواړو درملنه په ښه ډول ترسره کېږی.

۱۰- هغه ناروغان چې د ایندویورولوژی  ماشین په واسطه د پروستات عملیات ورته اجرا شوی وی یوه دوه میاشتې وروسته جنسی خواهش (Orgasm) لرونکې وی، ځکه چې ددې ماشین په واسطه پروستات تراشل کېږی او یو څه اندازه نسج یی پاتې کېږی او د ناروغ جنسی خواهشات کاملا له منځه نه ځی.

رنځور یار دوکتور غلام نبی سیار جمهوریت روغتون دیورولوژۍ متخصص ترینر

ممکن است شما دوست داشته باشید