روزنامه هیواد

پر افغان سولې د امریکا چین او روسیې خبرې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی: امریکایی چارواکو د روسیې او چین له استازو سره په واشنګټن کې د افغان سولې پر بهیر خبرې وکړېد امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې وړمه ورځ خپور شو، ویلی، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په دې درې اړخیزه غونډه کې پر دې خبرې وشوې، چې څرنګه افغانستان ته سوله او سوکالی راتلى شی او امنیت ټینګېدلى شی.په غونډه کې د افغانستان پر استقلال، مځکنۍ بشپړتیا او همداراز پر دې ټینګار وشو، چې دغه هېواد خپلې سیاسی، امنیتی او اقتصادی پرېکړې په خپله وکړی.په دې غونډه کې موافقه وشوه، چې په راتلونکې کې به په دې برخه کې نور بحثونه هم وکړی او د نورو غونډو نېټه او ځاى به هم وټاکل شی.په بیان کې دا نه دی ویل شوی ،چې کومو چارواکو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلی وو چې د افغان سولې لپاره د دوى ځانګړى استازى زلمی خلیلزاد به د روسیې او چین له استازو سره وګوری.

د تېرې اوونۍ په اعلامیه کې راغلی وو، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړى استازى ضمیر کابلوف، د چین په استازیتوب دینګ شیجون او د اروپایی ټولنې استازى رولاند کوبیا به په دې غونډه کې برخه واخلی.د روسیې تاس اژانس خبر ورکړى چې ضمیر کابلوف د واشنګټن په غونډه کې برخه واخیسته.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی، چې زلمی خلیلزاد د اروپایی ټولنې له استازی کوبیا سره هم خبرې کړی ، خو په دې برخه کې یې دا نه ده واضح کړې ، چې دا خبرې دوه په دوه شوی، که د چین او روسیې له استازو سره یوځاى؟ په دې ترڅ کې زلمی خلیلزاد په ټوېټر کې لیکلی ، چې د روسیې، چین او اروپایی ټولنې له استازو سره یې کتلی او بیا دوى ټول د غرمنۍ ډوډۍ پرمهال سره راغونډ شوی.خلیلزاد وړاندې لیکلی، چې د افغانستان استقلال ته درناوى کوی، د ټولو افغانانو لپاره سوله غواړی او د داسې افغانستان غوښتونکى دى چې بیا هېڅ  هېواد ته هم د ګواښ سرچینه نه وی.له دې سره په یوه وخت د روسیې تاس اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانګړی استازی پر وینا خبر ورکوی ، چې د اپرېل په څوارلسمه او پنځلسمه به د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ دوهمه  غونډه وشی.د راپور له مخې: ضمیر کابلوف دا خبره په واشنګټن کې له امریکایی او چینایی استازو سره تر لیدو کتو وروسته وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید