روزنامه هیواد

پر افغان سوله دې له ناوړو معاملو په کلکه ډډه وشی

ددې لپاره چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره له افغان حکومت سره دطالبانو دسولې له خبرو مخکې طالبان هم وکړاى شی، چې دولسواکۍ دیوې سترې لاس ته راوړنې په توګه په ولسمشریزو ټاکنو کې فعاله ونډه واخلی ، نو له امله یې دغه ټاکنې دوه ځلې وځنډول شوې او هم ورسره جوخت په قطر کې دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې پر له پسې خبرو زور واخیست او د جګړه ځپلو افغانانو دسولې هیلې یې راوټوکولې ،خو له ډېره بده مرغه افغان حکومت او افغان ولس وروورو په قطر کې دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو د جزیاتو په اړه له پوهاوی څخه لرې وساتل شول او آن تردې پورې چې د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دافغانستان د سولې په اړه دامریکا د بهرنیو چارو وزارت پرځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د انیوکه وکړه چې ده دافغانستان دمنتخب او قانونی حکومت پر ځاى د موقت حکومت د را منځ ته کولو په اودغه راز د نورو ملی ګټو او سترو لاس ته راوړنو پر خلاف دمسائلو په اړه له طالبانو سره دسولې خبرو ته سازمان ورکړى دى چې دامریکا د جمهوررییس ټرمپ په ګډون ددغه هېواد د چارواکو سخت غبرګونونه او نیوکې یې راپارولې او اوس دادى په واشنګټن کې دافغانستان لویې سفیرې رویا رحمانی هم دامریکا پر جمهوررییس ډونالډټرمپ نیوکه کړې ، چې دى له طالبانو سره خبرې کوی ، افغان حکومت یې له هغو څخه بې خبره ساتلى دى او د سولې په دغه ډول خبرو کې دافغان حکومت نه ګډون اوله افغان حکومت سره دهغو د جزیاتو نه شریکول دافغان حکومت او افغان ولس اندېښننې هم راپارولی دی او په کلکه یې داغوښتنه کړې ده چې دښځو د حقوقو ،دبیان د آزادۍ او ولسواکۍ په اړه دتېرو اتلسو کلونو لاس ته راوړنې دې دافغان سولې په اړه ددغه ډول خبرو ښکارنه شی او دافغانستان په جګړو کې ښکېلې ډلې دې دافغانستان دسولې پر سر له ناوړو فعالیتونو په کلکه ډډه وکړی. سیاسی شنونکی او نور کار پوهان پر دې پوره باوری شوی دی چې طالبان به له امریکایی چارواکو سره دافغان سولې په خبرو کې خپلو ژمنو ته هېڅکله دعمل جامه ور وانه غوندی او دپاکستان ، روسیې او ایران د استخباراتی بادارانو پر لمسونو او اشاره به دتېر په څېر دافغانستان دسولې په اړه له امریکایی چارواکو سره خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړی او د اوس په څېر به په افغانستان کې دافغان ځواکونو، امریکایی پوځیانو او نورو کورنیو او بهرنیو اتباعو د وژلو لپاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی. ښه داده چې امریکا د افغان ولس او حکومت تر څنګ ودریږی ،  پر پاکستان او دبشر د ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه دې دهغوى پر روزل شویو ګوډاګیو طالبانو باندې خپلو زیاتو فشارونو ته زور ورکړی اوله دې لارې دې پاکستان دې ته اړ کړی چې خپل روزل شوی ګوډاګی طالبان له افغان حکومت سره دسولې دخبرو پر ټغر کینوی ، له دې پر ته به له طالبانو سره دامریکا پټې خبرې او نورې معاملې هېڅکله مثبتې پایلې راونه نغاړی، طالبان او دهغوى ملاتړکوونکی او لمسوونکی هېوادونه به لا زړه اورو ډاډه کړی او د اوس په څېر به په افغانستان کې دافغان ځواکونو او امریکایی پوځیانو د وژلو او نورو تباهیو لپاره خپلو بې رحمانه او وحشیانه بریدونو ته لا زور ورکړی. دسیاسی شنونکو او نورو کارپوهانو له قوله داچې امریکا پر افغانستان دڅه دپاسه څلوېښت کلنې تپل شوې خونړۍ جګړې اوپه تېره بیا دتېرو اتلسو کلونو د اوږدې جګړې په بهیر کې په افغانستان کې دطالبانو ، حقانی شبکې، القاعده او داعش په ګډون دپاکستان له روزل شویو وحشی صفتو تر وروستی ډلو سره مبارزه کې نږدې درې زره پوځیان له لاسه ورکړی، څه دپاسه شل زره پوځیان یې ټیپان معلول او معیوب شوی اوله دوتریلیونو څخه زیات مالی زیانونه یې ګاللی دی، نو امریکا باید یادو واقعیتونو ته په کتو سره تر ټولو مخکې طالبان اود پاکستان په څېر دهغوى ملاتړ کوونکی هېوادونه په نښه او پرګونډو کړی اوخپل غچ دې ترې واخلی، نو هله به دهغوى زور او به شی او بیا به دې ته زړه ښه نه کړی چې دافغانستان ، هند او امریکا په ګډون دسیمې د هېوادونو ثبات له منځه یوسی او له ځانی او مالی زیانونو سره یې مخ کړی ، له دې امله امریکا باید له افغانستان سره پوره مرستوته ودانګی ،دافغانستان مخالفین دې وټکوی او له خاورو سره دې خاورې کړی.

پرتمین همت یار

ممکن است شما دوست داشته باشید