روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پر افغانیو راکړه ورکړه ګډې هڅې غواړی

د لغمان یو شمېر اوسېدونکی وایی، چې دولت او ولسونه دې همکاری وکړی، څو خپله راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کړی. دوی وایی: کله چې په بازارونوکې افغانۍ ترویج شی او راکړه ورکړه په افغانیو و شی، نو شونې ده چې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره لاره پرانیستل شی. د لغمان اوسېدونکې ۲۲ کلنه زینب وایی، چې افغانۍ زموږ ملی هویت دی، خو زموږ  افغانانو په جیبونو کې افغانی هویت نه ، بلکې خارجی هویتونه موجود دی.هغې پر دولت غږ وکړ چې خلک اړ کړی څو په افغانیو راکړه ورکړه رایج کړی. زینب وایی: (( یواځې دولت نه شی کولای چې پر افغانیو د راکړې ورکړې چارې بریالۍ کړې، دلته ټولو ولسونو ته په کار ده چې کلداره او نور واحدونه ختم کړی او خپلې پیسې رایج کړی)) په همدې حال کې په لغمان کې د اقتصاد د برخې استاد غلام سخی وایی: په افغانیو راکړه ورکړه نه یواځې زموږ د هویت ښکارندویی کوی، بلکې زموږ د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا سبب هم کېږی.په مهترلام ښار کې هټیوال هم لیوال دی څو په افغانیو پېر او پلور  وکړی، خو وایی، چې خلک دلته کلداره  هټیو ته راوړی که چېرته افغانۍ راوړی ، نو دوی به هم سودا په افغانیو ورکړی.دوی وایی: یو نه دى چې هټیوال ورته سودا ور نه کړی، بلکې دلته ټوله راکړه ورکړه په کلدارو کېږی.د مهترلام ښار هټیوال محمد هاشم وایی: موږ هم غواړو چې په کلدارو پلور وکړو، خو سودا اخیستونکی افغانۍ له ځان سره نه لری. همدا لامل دى،  چې کلداره کارول کېږی.هاشم وویل!(( موږ ته جنسونه په کلدارو راکول کېږی، موږ مجبور یو چې په کلدارو یی خرڅ کړو، که چېرته په افغانیو جنس راکړل شی او په افغانیو وپلورل شی، نو زموږه ثابته ګټه به هم په کې ښکاره وی)) د لغمان یو بل اوسېدونکى انقلابی ځوان یوسفزى بیا د افغانیو د ارزښت ساتلو په اړه وایی، تر هغې افغانۍ خپل ارزښت نه شی ساتلی، څو چې ټول توکی په افغانیو قیمت ګزاری نه شی او ولایتی صرافۍ سرحدونو ته انتقال نه شی.مولوی عبدالاحد عتید چې د افغانیو د دودولو د کمېسیون پخوانی غړی پاتې شوى  وایی: له نن څخه څو کاله وړاندې یې په لغمان کې د افغانیو د دودولو په کمېسیون کې کار کړی، خو لا اوس هم کلداره چلېږی او راکړه ورکړه په کالدارو ده. عتید له خلکو غواړی، چې په دې برخه کې دې پوره پوره همکاری وکړی، څو افغانۍ رایج شی او پېر او پلور هم په افغانیو وشی. بله  خوا په لغمان کې دافغانستان بانک آمر قیام الدین صافی هم د افغانیو پر دودولو ټینګار کوی او وایی چې له دې سره د خلکو او هېواد اقتصاد پیاوړی کېږی. صافی وایی: د افغانستان بانک چارواکی ژمن دی چې د افغانیو په ترویج کې هر ډول همکاری وکړی. په ورته وخت کې د لغمان د والی ویاند اسد الله دولتزى وایی: ولایتی اداره په دې اړه جدی ده او دوی یو کمېسیون هم د افغانیو د ترویج په موخه جوړ کړى دى. دولتزی وویل : (( د ختیځ زون والیانو، دافغاسنان بانک او نورو اړوندو کسانو د افغانیو د دودولو او ترویج لپاره غونډه کړې، په دې برخه کې یې ګټورې لارې کتلی او جدی دی چې افغانۍ مروجې کړی))  هغه پر خلکو غږ وکړ چې خپله راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کړی.                            باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید