روزنامه هیواد

پر افغانستان د شوروی له یرغله څلور لسیزې وروسته

پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د سرو لښکرو له یرغل پوره څلور لسیزې تېرې شوې، خو لا هم د جگړې دواړه خواوې د خپلو کړو په اړه خپلې جلا کیسې او جلا استدلالونه لری.

په افغانستان کې د پخوانی شوروی د لښکرو نږدې یوه لسیزه یرغله، یو میلیون افغانان شهیدان او ١۴ زره شوروی سرتېری ووژل او په زرگونو نور یې ټپیان، معیوب او معلول کړل. همداشان دغې جگړې په میلیونونو افغانان د هېواد پرېښودلو ته اړ کړل.

سلېمان، چې په افغانستان کې د شوروی لښکرو پر وخت د مجاهدینو د ١٢ کسیزې ډلې قوماندان و او د سرو لښکرو پر ضد جنگېده، د افغانستان د اشغال ثمره (( د افغانستان د خلکو بدبختی او د هېواد ویجاړی )) گڼی.سلېمان اوس هم وایی چې (( د روسانو په وړاندې جهاد )) د هغه دینی رسالت و، ځکه په وینا یې روسانو ((کمونیزم او کفر )) ترویجاوه.په افغانستان کې د پخوانی شوروی اتحاد جگړې لس کاله دوام وکړ او سرې لښکرې په ۱۹۸۹ میلادی کې له افغانستانه ماتې خوړلې ووتلې، خو د افغانانو او روسی پوځیانو پر جسم، روح او روان یې پراخ فزیکی او روحی علایم پرېښول.عبدالکبیر چې په ۱۹۸۰ کې د مجاهدینو په لیکو کې جنگېده، وایی اوس هم نه پوهېږی چې روسان په کوم منطق افغانستان راغلی وو. هغه له روسانو وروسته د تپل شویو جگړو په گډون د افغانستان د وروستیو څلورو لسیزو د بدبختیو پړه د شوروی د لښکرو په اشغال اچوی.په افغانستان کې د پخوانی شوروی اتحاد د جگړې پاى په هېواد کې د بلې تپل شوې جگړې پیل و. د سرو لښکرو له وتلو دوه کاله وروسته مجاهدین بریالی شول او څو میاشتې وروسته په افغانستان کې د دښمنو لوریو له خوا د مجاهدینو ترمنځ تپل شوې جگړې پیل شوې چې په نتیجه کې یې لا نور افغانانان ټپیان او ووژل شول او زیات شمېر نور مهاجر شول.  خو په افغانستان کې د پخوانی شوروی پوځیان د جگړې په اړه بل روایت کوی. د څلورو لسیزو په تېرېدو سره لا هم یو شمېر روسی سرتېری پر افغانستان د شوروی لښکرو د یرغل په ضرورت ټینگار کوی.د روسیې د استخباراتو پخوانى مامور الیاس داوودی وایی په افغانستان کې د پخوانی شوروی اتحاد د لښکرو یرغل، د شوروی اتحاد د ((جنوبی سرحدونو د دفاع )) لپاره اړین و. هغه وایی مسکو باید پوهېدلى چې په شاوخوا کې یې څه تېرېږی.ښاغلی داوودی چې اوس ۵۲ کلن دى، په ١٩٨۶ کې په هرات ولایت کې د دندې پر وخت د ماین په چاودنه کې یوه پښه له لاسه ورکړې ده. هغه د فرانس پرس اژانس ته ویلی: (( موږ د دوهمې نړیوالې جگړې د فاتحانو لمسیان وو او موږ ته مهمه وه چې ځانونه ثابت کړو. موږ ته (د افغانستان) هماغه جگړه زموږ خپله جگړه وه.))

د ١٩٨٩ کال د دسمبر په ٢٧ مه نېټه، روسی پوځیان افغانستان ته را ننوتل. د یوې لسیزې په ترڅ کې څه دپاسه ۶٠٠ زره شوروی سرتېری افغانستان ته راولېږدول شول او د جهادی تنظیمونو پر وړاندې چې د لوېدیځ لخوا، په ځانگړې توگه د امریکا له خوا یې ملاتړ کېده، په سختې جگړې بوخت شول.

ممکن است شما دوست داشته باشید