روزنامه هیواد

پر افغانانو د تپل شویو خونړیو جګړو اصلی عاملین د نړۍ زبېښاکګر،ښکېلاکګر او نیواکګر ځواکونه دی

په شلمه پېړۍ کې دوخت دشوروی اتحاد یرغلګرو او په نولسمه پېړۍ کې دوخت د انگلیسی استعمار اودغه راز د  نورو یرغلګررو اودهغوى  دروزل شویو ګوډاګیو پاکستانى پنجابیانوپه څېر دسیمې اونړۍ زبېښاکګر ،ښکېلاکګر او نیواکګر ځواکونه له یوې خوا پرافغانستان دنږدې ۴۰ کلنو  تپل شویو خونړیو جګړو او دغه راز دفقر،بېکارۍ ،نادارۍ، بېوزلۍ ، کډوالۍ، بېځایه کېدو او داسې نورو زیاتو ناخوالو اوبدمرغیو اصلی عاملین دی، نو له بلې خوایې دخپلو شومو موخو او ناوړو استعماری ګټو دترلاسه کولو لپاره دملی واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په څېر دهېواد ملى گټې له سترو ګواښونو سره مخ کړی او مخ کوی یې، چې دثبوت څرګندې بېلګې یې له یوې خوا پر افغانستان روانه تپل شوې جګړه ده او له بله پلوه یې د لرو او برو پښتنو اوبلوڅو ولسونو په گډون دافغانانو پرزړه دوخت دانگلیسی استعمار د خنجر دتور داغ په  توګه پرافغانانو د ډیورند منحوسه اوکرغېړنه تپل شوې کرښه ده چې دپاکستان مغرضو او تېری کوونکو مکارو پنجابی واکمنانو دهېواد د امنیت پرتشې پلمې سره پردغې کرغېړنې کرښې داغزنو سیمانو پرغځولو او دپوځی تاسیساتو پرجوړولو لاس پورې کړى چې دلرو
او پښتنو اوبلوڅو ولسونو زیاتې غوسې اونیوکې یې را پارولی دی چې پردغې کرغېړنې کرښې به اغزن سیمان لاڅه چې آن فولادی دیوالونه هم دړې وړې کړی اوله دې لارې به لراو بر پښتانه بېرته سره یو لاس او یوموټى کړی اوپه دې اړه به دغه شعر ته دعمل جامه ور واغوندی:

د خپل تن جامې به ځان لره کفن کړم  لرو برپښتون به نور سره یوتن کړم

د منصور دار به پردواړو لېمو ښکل کړم

د ډیورند کرښه به نوره پرې مدفن کړم که هزار ځله منصور غوندې په دارشم   لرو برپښتون به ټول سره یو تن کړم

د تن وینه مې په جوش باندې راغلې
نو ربه ریزمریز د ټول پښتون دښمن کړم

دوخت مکار انګلیسی استعمار په سیمه کې د بریتانوی هند دواکمنۍ پرمهال په ۱۸۲۱ زېږدیز کال کې دافغانستان دوخت له دولت سره دشوې موافقې پرخلاف دافغانستان له خاورې څخه دخیبر پښتونخوا دپراخو ، سمسورو ، ښېرازو او آبادو سیمو جلا کول او په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې دوخت دانګلیسی استعمار له خوا جوړ شوی مصنوعی اوګوډاګی هېواد پاکستان ته یې سپارل او لاندې کول دى چې دوخت د انگلیسی استعمار چیانو د پېرودل شویو ایجنټانو او اجیرانو پرمټ پرافغانانو ومنل اویایی پرزیاتو پوځی اوسیاسی ګواښونو اوفشارونو اواستعماری چالونو دافغانستان دوخت پرامیرانو او واکمنانو وتپل اوپه پایله کې یې له لرغونی او تاریخی لوى افغانستان څخه یو کوچنى هېواد جوړ او ټوټه ټوته یې کړ او ددې لپاره چې افغانان بیا سر راپورته نه کړی او دډیورنډ دمنحوسې او کرغېړنې کرښې پرسر او دغه راز دوخت دانګلیسی استعمار دشومو پلان شویو دسیسو اوناوړو توطیو له  امله د انگلیسی استعمار دځپلو او ټکولو لپاره بیا پرملی پاڅونونو او غزاګانو لاس پورې نه کړی اوخپلې دغه له لاسه تللې سیمې بېرته ترلاسه نه کړی، نو دافغانانو پرضد یې دخپل جوړشوی مصنوعی او ګوډاګی هېواد پاکستان واکمنان او دهغوى پېرودل شوى اجیران ،مزدوران اوایجنتان ورانکارو فعالیتونوته ولمسول او افغانان یې یوه شیبه هم آرام پرى نښودل ، د دوى ترمنځ یې دنفاق تخمونه وشیندل اوپریو افغان یې دبل افغان وینې توىې کړى .طالبان یې پرالقاعده او القاعده یې پرطالبانو او طالبان یې پرپاڅون کوونکو ووژل چې لړۍ یې آن تردې دمه هم روانه ده.

په ۱۹۱۹ زېږدیز کال دسیمې اونړۍ دغه ډول زبېښاکګرو ، ښکېلاکګرو ،نیواکګرو او استعمار ګرو ځواکونو اوپه سرکې یې دوخت له انگلیسی استعمار سره په جګړه کې افغانانو وکړاى شول دغازی امان الله خان په واکمنۍ کې دهېواد خپلواکی له انگلیسی استعماره ترلاسه کړی او انګلیسی استعماریې له، له شرمه ډکوماتو او تېښتو سره مخ کړ. همدارنګه دافغان – انګلیس په دوو جګړو کې یې په ۱۸۳۹ او ۱۸۷۸ زېزدیزو کلونو کې انګلیسی استعمارله سختې او شرمېدلې ماتې سره مخ او زیاته مرگ ژوبله یې ور واړوله چې انګلیسی استعمار دافغان- انګلیس په یادو دریو اړو جګړو کې دخپلو ماتو دغچ اخیستلو لپاره دافغانستان پرضد خپلې طرحه شوې شومې طرحې اوشیطانی نقشی په خپله اویایې دپاکستان په څېر دخپلو ګوډاګیو جوړو شو یومصنوعی هېوادونو او د دوى دایجنټانو په واسطه پلې کړې او دعمل جامه یې ور واغوستله .

انگلیسی استعمار چې دافغان انګلیس په دریو  اړو جنګونو کې یې له باتورو او ننگیالیو افغانانو ریز مریز کوونکی اوغاښ ماتوونکی ګوزارونه خوړلی وو،نو داجرئت یې ونه کړ چې په دې حماسه هستوونکی هېواد افغانستان کې له دې اړو دوړ او ناکرار یوڅخه ګټه واخلی او دشاه شجاع په شان ګوډاګى حکومت په کى جوړ کړی، خو په غیرمستقیمه توګه به یې د پیر سیدکرم شاه انګلیسی تربیه شوی ملا په څېر دخپلو ایجنټانو اواجیرانو په واسطه خپل شیطانی کارونه په ا فغانستان کې سرته رسول. لکه څنګه چې دانگلیسی استعمار پرضد دافغانانو میړانه او دافغانستان خپلواکی بې اغېزې نه وه او د انگلیسی استعمار پرضد یې ددې سیمې دځینو نورو هېوادونو دخلکو دآزادۍ غوښتنې احساسات هم پرڅپور راوستل ،دغه راز افغانانو په ۱۹۸۹ م کال کې روسی ستر اشغالګر ځواک ته د ماتې ورکولو په نتیجه کې هم د شوروی اتحاد امپراتوری ټوټه ټوټه او دمنځنۍ آسیا او ختیځې اروپا دخلکو د آزادۍ او خپلواکۍ غوښتنې مبارزې یې په  غورځنګونو شوې، آزاد اوخپلواک شول او جرمنی هم بېرته سره یو شو او په پایله کې یې دنړۍ له مخې دکمونیزم ټغر ټول شو، خو بیاهم ددې سیمې ځینو هېوادونو چې دانګلیس او روس د سترو استعماری اواشغالګرو ځواکونو په وړاندې دافغانانو دبې سارو سرښندنو، مبارزو اومېړانو له فیض اوبرکته خپلواکۍ او آزادۍ ته ورسېدل ، دخپلو انګلیسی بادارانو د ډالرو اوپونډو په بدل کې له خپلو استخباراتی ناولو دندو اومنافقتونو څخه لاس وانه خیست او دافغانستان په ګډون دنړۍ دځینو نورو اسلامی هېوادونو دخلکو په منځ کې یې دخپلو شیطانی اوتحریکی پروګرامونو عملی کولو ته دوام ورکړ. دهغوى ددغو شیطانی اوتخریبی پلانونو ښکاره مثالونه او څرګندې بېلګې دعراق، سوریی، یمن، نایجیریا اوسومالیی په څېر دنړۍ په ځینو هېوادونو کې دخپل منځی شخړو او کړکېچونو زیاتوالى دى چې په اورکې یې افغانستان هم ترټولو زیات لوخړه شو او په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې دزیات دهشت، وحشت ،مرګ ژوبلې اونورو بوګنوونکو فجایعو له لاسه دافغانانو چغو اوفریادونو ټوله نړۍ په لړزه راوسته، خو دنړۍ استکبارى ، ښکېلاکګرو، زبېښاکګرو او نیواکګرو ځواکونو دهغوى په مقابل کې دومره انسانی عاطفه او پرواهم ونه ښودله چې افغانان دیوې شیبې له پاره په آرامه سا وباسى، بلکې نوریې هم تهدیدول، وسله وال کول په خپلوکې یې جنګول، ورور وژنې  او انسان وژنې ته یې هڅول.

دغې اسلام دښمنې او افغان دښمنې نړۍ هغه وخت چې اشغالګرو روسانو په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې پر افغانستان لکه توره اژدها خپله خیټه اچولى وه اوپه سیمه کې یې پاکستان ، امریکا  اودسیمې اونړۍ نور هېوادونه په زیاتې ویره، دهشت او هیبت کې اچولی وو .په خپلو زړونوکې ځاى ورکړ اوپه خپلو ناولو غیږو کې یې ونیول اوله غلو دانو، تېلو ، غوړیو ، دالو ، لوبیا او ډالرو نیولى تر ډول ډول موډرنو وسلو پورى یې له هغوى سره له هېڅ ډول سخاوت، پیرزوینې او اخلاص څخه ډډه ونه کړه تاریخ شاهد دى چې افغانانو د زیاتو مالی اوځانی تلفاتو په ګاللو سره پرافغانستان داشغالګرو روسانو دتورو منګولو دښخولو په وخت کې له یوې خوا دهند تودو او بوته دروسیې ددغه اشغالګر ځواک دسایبریایی یخ ماتوونکو سترو پوځی مخربو بیړیو او اوبتلونو در سیدلو مخه ونیوله اوهم یې دسرو روسانو له لوری دپاکستان دنیولو او لاندې کولو شوم پلانونه شنډ او دهغوى پرضد یې له افغانانو څخه دیوه ټینګ وسپنیز سپر او سخت ډال په حیث کار واخیست او له بلې خوا امریکا په ویتنام کې دخپلو له شرمه ډکو ماتو دجبیره کولو آرمانونه هم دافغانانو په واسطه د روسانو د په ګونډه کولو او  له شرمه ډکې ماتې سره ترسره کړل او تورې شوې څیرې او خړمخونه یې پرسپینیدو اوغوړیدو شول. دروسانو په څېر اسلام دښمنه نړۍ او دپاکستان په څېر ځینې ګاونډې هېوادونه ددې له پاره چې د افغانانو دغه فداکارۍ ،لوږې،تندې، تباهۍ، دڅه دپاسه اتو میلیونو مهاجرو افغانانو ځوروونکی او کړوونکی حالات، دڅه دپاسه پنځلس لکو شهیدانو وینې، ددرې لکه کونډو ، ،اتولکو معیوبینو او معلولینو بې وسی اومحتاجی،دپنځو لکو یتیمانو ژړاګانې اوسلګۍ اونور ژړ غونی کړاوونه او ربړونه په نظر کې ونیسی اوهغه وستایی اودهغوى دستردښمن روس په وړاندې د افغانانو دغه قربانۍ اوقهرمانۍ تقدیرکړى ،نور هم په افغانانو کې دنفاق تخمونه شیندى او له نورو زیاتو بدمرغیو سره یې مخ کوی لکه څنګه چې لویدیځې نړۍ په بوسنیا هرزګوینا کې دسولې خپل پلانونه عملی او دجنګ جګړو جنایتکاران ، مجرمان او قاتلان یې محاکمه او زندانی کړل اوسوله اوامنیت یې په کې تامین کړ، دغه راز دکلونو کلونو په جګړو ځپلی افغانستان کې په خپلو شخصی ګټو او جاه اوجلال دمینو، وطن پلورونکو، لوړتیا غوښتونکو ، جنګ طلبو، د پردیو دلاس په نامه نوکرانو او دلکونو شهیدو شویو افغانانو ،قاتلانو ، جنګی مجرمانو اوجنایتکارانو د محاکمه کولو دحکمونو دفتواګانو په صادرولو اونافذولو سره دې سوله غوښتونکی نړیوال سازمانونه، ژغورنده  غورځنګونه ،عاطفه لرونکی اوبشردوست انسانان او دبشر دحقوقو رښتینې مدافعان دعمل ډګر ته د دانګلو له پاره مټې راونغاړی اونور دې دکلونو کلونو دا جګړه ځپلى او کړیدلى افغان ولس چې چغو، نارو سورو او ژړاګانو ، درپه دریو او لالهاندیویې ټوله نړۍ ناکراره کړې اوپه لړزه یې راوستى ده ، له ژړوونکو تباهیو او بوګنوونکو فجایعو څخه وژغوری اوپه افغانستان کې دې د ټولو پرګنو،ولسونو ،ملتونو،قومونو او قبایلو دیوه نماینده ،ممثل ،ښایسته سالار اوپراخ بنسټه حکومت د راتلو له پاره زمینه برابره کړی.

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید