روزنامه هیواد

پر افغانانو ترهګریز بریدونه او د سولې لپاره د اسلامی نړۍ ملاتړ

سره له دې، چې یو شمېر کړۍ وایی، چې ګنې په قطر کې د خبرو کنګل شوی حالت مات شوی او په کې پرمختګ شوی، خو له ډېره بده مرغه چې تر اوسه د دغه پرمختګ هېڅ څرک هم نه لګی، برعکس په هېواد کې پر افغانانو ترهګریزو بریدونو زور اخیستی دی؟! پرون یوځل بیا غزنی په وینو سور شو، په غزنی کې پرونی موټر بم برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. همدا راز پرون د غزنی په بل ګاونډی ولایت زابل کې هم د ولایتی شورا د رییس عطا جان حقبیان پر موټر چاودنه وشوه.په چاودنه کې خپله قبیان او ګڼ نور کسان ټپیان شوی. وړم ماښام په کابل کې پنځمې امنیتی حوزې ته څېرمه د پولیسو پر رنجر پورې نښلول شوی بم چاودندې مرګ ژوبله واړوله. دا یې څو بېلګې دی، خو په ټوله کې د سولې له هڅو سره سره طالبانو او ترهګریزو ډلو په افغانستان کې دا جګړه او بریدونه پراخ کړی دی. په همداسې حال کې د اسلامی همکاریو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې دا جګړه ناروا وبلله او پر ټولو اسلامی هېوادونو یې غږ کړی چې دا جګړه تحریم کړی! دغه سازمان په نایجیریا کې په خپله وروستۍ غونډه کې هم یو پرېکړه لیک صادر کړی،چې په هغه کې یې له افغان حکومت سره په اقتصادی، امنیتی، سیاسی او سیمه ییزو همکاریو ټینګار کړی دی. دغه سازمان وایی چې د افغانستان د حکومت له خوا د سولې لپاره هڅې د دوی له بشپړ ملاتړه برخمنې دی او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. د اسلامی همکاریو سازمان دلته روانه جګړه ناروا بللې او په خبره یې ښکېلې خواوې دې نور د عامو مسلمانانو له وژلو لاس په سر شی او روانه جګړه دې د خبرو له لارې ختمه کړی. د اسلامی همکاریو سازمان همدا راز پر نورو غړو هېوادونو هم غږ کړی،چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاری وکړی او د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکړی.دا سازمان داسې مهال دا خبر ورکوی چې څه ناڅه دری میاشتې وړاندې په قطر کې د امریکا او نړیوالې ټولنې په ملاتړ د سولې لپاره د بین الافغانی مذاکراتو فرصت رامنځته شو او طالب استازی یې د دې لپاره له افغان مرکچی پلاوی سره مخامخ کړل، خو تر اوسه طالبانو د سولې لپاره له مذاکراتو ډډه کړې ده.

په ورته وخت کې د اسلامی نړۍ یو شمېر غړیو هېوادونو دینی عالمانو په افغانستان کې د دې جګړې پر دوام د بطلان کرښه راښکلې او دا جګړه یې حرامه بللې ده، بنګله دېش، اندونېزیا، مالیزیا، فلسطین، سعودی عربستان او نورو هېوادونو دینی عالمانو په دې وروستیو کې د طالبانو او ترهګرو ډلو له خوا دا جګړه حرامه بللې او پر سوله یې ټینګار کړی دی.افغان حکومت له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او په تېره بیا د اسلامی همکاریو سازمان له غړیو هېوادونو غواړی، چې د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ لا پسې پراخه کړی او پر طالب ډله او د هغوی تر شا هېوادونو دې فشار راوړی، چې د سولې لپاره حاضر او لومړی اروبند وکړی! افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا په دې برخه کې د فشار غوښتنه کوی، له امریکا هم غواړی، چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې له دغه تړونه لاس واخلی، خو په نړیواله کچه د افغان حکومت ملاتړ کېږی او له طالبانو د سولې غوښتنه کېږی، اروپایی ټولنه او په اروپا کې مېشت ناټو تړون په دې برخه کې له افغان حکومته ملاتړ ته زور ورکوی او له امریکا غواړی، چې د افغانستان په ماموریت کې پر خپلو ژمنو او هوکړو ودرېږی. موږ په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او دغو لوریو له ملاتړه د زړه له تله منندوی یوو، خو پر طالبانو او د هغوی تر شا ولاړو دښمنو هېوادونو د نړیوال فشار غوښتنه کوو، چې د سولې لپاره تمایل ښکاره کړی، ځکه د سولې لپاره فرصت له منځه ځی او که خدای مه کړه، داسې وشی، نو بیا په اسانۍ سره د سولې لپاره نړیواله اجماع نه شی رامنځته کېدای!

ممکن است شما دوست داشته باشید