روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پرمختللی افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی!

په افغانستان کې سوله او ثبات، په اصل کې د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په مانا دی، همدا ټکی دی، چې د دې سیمې په زړه کې یې د افغانستان اهمیت لوړ کړی او همدا ده چې نړۍ او سیمه په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو ملاتړ کوی. نړیواله ټولنه همدا ټکی تر ډېره په پام کې نیسی او افغانستان د نړیوالې ټولنې لپاره ستر اهمیت لری، د دغه اهمیت د ساتلو لپاره نړیواله ټولنه له افغانستان سره همکاریو او مرستو ته زور ورکوی او پر مرستندویانو غږ کوی، چې افغانستان یوازې پرې نه ږدی، ځکه یو وخت نړیوالې ټولنې د افغانستان اهمیت ته شا کړې وه، چې د سړې جګړې پر مهال د سیمې او نړۍ پرضد ترې ناوړه ګټه پورته شوه.

اوس چې ترهګری له پخوا ډېره د سیمې او نړۍ لپاره پر ښکاره خطر بدله شوې، نو ورسره په سیمه او نړې کې هم دا وېره را پورته شوې، چې د افغانستان امنیت او ثبات ټینګ وساتل شی او په افغانستان کې د نظام ملاتړ وشی، چې یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ځاله بدل نه شی. موږ ولیدل، په تېره یوه پېړۍ کې لومړی غازی امان الله خان هڅې وکړې او د افغانستان د مهم اهمیت د خوندیتابه لپاره یې د سیمې او نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا همکاری غوښته،خو کله چې هغه همکاری تر لاسه نه شوه، نو دشوروی ښکېلاک د افغانستان پر دغه اهمیت نظر ورټول کړ، نیمه پېړۍ مخکې د افغانستان لومړی ولسمشر شهید سردار محمد داودخان بیا د امریکا په شمول نړۍ ته وړاندیزونه کول، چې د افغانستان اهمیت ته پام وکړی، خو کله چې د هغه غوښتنې هم بابېزه وګڼل شوې، نو پر افغانستان سرې لښکرې را واوښتې او داسې یرغل یې وکړ، چې نه یوازې یې د افغانستان ځوان جمهوریت تباه او برباد کړ، بلکې د داسې جنایتونو بنسټ یې کېښود، چې تر ننه پورې یې په افغانستان کې د وینو تویولو لړۍ توده ساتلې ده، که ترهګری ده او که اورپکی دا ټول له دې امله چې د افغانستان اهمیت ته په خپل وخت کې پام ونه شو او په سوله او ثبات کې ونه ساتل شو!

اوس د سیمې او نړۍ هېوادونه او په ځانګړې توګه امریکا او اروپا یی ټولنه اړه ده، چې د افغانستان اهمیت ته پام وکړی او کوم نظام چې په افغانستان کې جوړ شوی، ویې ساتی او بالاخره دا نظام پیاوړی کړی، چې یوځل بیا افغانستان پر هغه ستر خطر بدل نه شی، چې سیمه او نړۍ هم وننګوی!

دې ته په پام سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبرا لاینز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی چې نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې ملاتړې ده او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکړی. هغې ویلی اوس په دوحه کې د سولې هڅې روانې دی او تمه ده چې افغان جګړه ژر پای ته ورسېږی او له دې سره جوخت د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره پراخ کار ته اړتیا ده.د هغې په وینا اوس نړیوالې ټولنې او مرستندویو هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره د بیا رغونې په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړی. هغې ټینګار کړی چې پرمختللی افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی ،نو د پرمختګ رامنځ ته کول پراخ کار او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لری.

موږ د دې آغلې له ننګې او وړاندیزونو د زړه له تله هرکلی کوو، هیله ده چې نړیواله ټولنه د خپل امنیت او ثبات لپاره د افغانستان امنیت او ثبات ټینګ وساتی. په افغانستان کې اوس د سولې لپاره مهم فرصت را منځته شوی، خو دا فرصت هلته ښه کارول کېدای شی، چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ له افغانستان سره وی، له نېکه مرغه نړیوالې ټولنې د سولې ملاتړ کړی او د افغانستان پر اهمیت یې خپل ټول پام ورټول کړی دی، د نړیوالې ټولنې د دغه ملاتړ مسئله په داسې حال کې یوځل بیا مطرح کېږی چې یو شمېر مغرضې کړۍ چې په پردیو پورې تړلې، داسې ډنډورې وهی، چې ګنې نړیواله ټولنه افغانستان یوازې پرېږدی؟؟؟ خو داسې نه ده، بلکې د افغانستان ثبات او امنیت د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره مهم دی، نو د دې لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ دوام کوی او تمه ده، چې د سیمې یو شمېر مغرض هېوادونه چې په افغانستان کې یې تپل شوې جګړه روانه ساتلې، نړیواله ټولنه یې تر فشار لاندې راولی، چې نور له دې تپل شوې جګړې لاس واخلی. افغانان همدا غوښتنه کوی او د اوسنۍ سولې د لړۍ یوازنی پرمختګ او بریا هم په همدې کې ده!

ممکن است شما دوست داشته باشید