روزنامه هیواد

پاکستان په  کونړ کې خپلې پوستې رامخته کړې

د کونړ اوسېدونکی وایی، له ډیورنډ فرضی کرښې سره نږدې سیمو کې پاکستانیو ځواکونو د کونړ خاوره کې پوستې جوړول پیل کړی، خو تر اوسه افغان حکومت او نړیواله ټولنه ورته هېڅ نه‌وایی. د کونړ اوسېدونکی او ولایتی شورا وایی چې د پاکستان د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د کرېړ سیمه کې امنیتی پوستې رامخې ته کړې او هلته د ابادۍ تر څنګ د کونډه تار پر غځولو هم کار پیل کړى دى. د دوى په وینا له تېرو څو کلونو پاکستانی ځواکونه د کونړ پر خاوره توپچی بریدونه کوی او کوم ځایونه چې له ولسی خلکو خالی شی، هلته بیا پرمختګ کوی، خو نړیواله ټولنه او افغان حکومت ورته لاس تر زنې ناست دی. دوى وایی، چې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د سپینې څوکۍ یا د کریړ سرته پاکستانی ځواکونه راختلی او ډېر مهم او خطرناک ځایونه‌یې نیولی دی.دغه راز د نولۍ او ګلونو درې ترمنځ د سپینې څوکۍ په نوم یوه اوچته او مهمه څوکه ده، تر اوسه د پاکستان پوځ په ټوله کرښه کې داسې مهم ځاى نه‌و نیولى، دغه څوکه د کونړ په خاوره کې یو کېلو متر دننه ده، دلته د پاکستان پوځ راغلى او پوستې یې جوړې کړې.خلک وایی، تر اوسه‌یې د پاکستانی ځواکونو په بریدونو کې په لسګونه هېوادوال وژل شوی او ټپیان دی او په سلګونه کسانو خپل کورونه او سیمې پرېښې چې اوس په خیمو او پردیو کورونو کې د ژوند شپې ورځې تېروی.دوى وایی، ولایتی اداره تل وایی چې دوى مرکزی حکومت ته د راتوغول شویو مرمیو او پاکستانی ځواکونو د سرغړونو په اړه راپورونه ورکړى، د هغوى د کړنو او امر منتظر یو، خو تر اوسه‌یې پر خلاف نه نړیوالې ټولنې او نه هم افغان دولت داسې کوم کار وکړ چې په وسیله‌یې د پاکستانی ځواکونو د بریدونو او نورو سرغړونو مخه ونیول شی.خلک او ولایتې شورا له مرکزی حکومت او نړیوالې ټولنې په کلکه غواړی چې باید د پاکستان توپچی بریدونو او د ډیورند کرښې صفری نقطو او د کونړ په خاوره کې د پوستو او کونډه تارونو څخه منع کړی.اته کاله پوره کېږی چې پاکستانی ځواکونه د کونړ پر خاوره د سپکو او درنو وسلو ډزې کوی چې لسګونه کسانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې او په سلګونه کورنیو خپل کلی، کورونه او جایدادونه پرېښودل، خو تر دې دمه لا هم د توپونو ډزې او له ډیورنډ فرضی کرښې د را اوښتلو سرغړونې دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید