روزنامه هیواد

پاکستان په سوال او زارىو همکاری نه کوی

په افغانستان کې د ناټو او امرىکاىی ځواکونو قوماندان جنرال جان نىکلسن په ډېره پسته ژبه له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه کړې. جنرال نىکلسن کابل ته په خپل وروستی سفر کې وىلی:«هغه څه چې په رىښتىا هم ورته اړتىا لرو، په افغانستان کې د تاوترىخولی په مخنىوی کې د پاکستان ژمنې دی او په هغې کچه چې کولاى شی له دغه بهىر سره مرسته وکړی او طالبان هم وهڅوی چې د سولې لپاره له رامنځته شوی فرصته ګټه واخلی.))دغه لوړ پوړی امرىکاىی جنرال دا هم وىلی چې د افغان سولې بهىر دپرمختګ لپاره باىد پاکستان ډېر کار وکړی. (( په پاکستان کې د وسله والو پرپټنځاىونو سربېره د افغانستان په لوېدىځ کې د طالبانو پټنځاىونه او له شماله د هغوى ملاتړ زموږ د اندېښنو لامل دى.))د افغان سولې په اړه همکارۍ ته د پاکستان داړکولو څه ناڅه تمه هله را پىدا شوه چې د سوىلی آسىا او افغانستان په اړه د امرىکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله ګواښنده کړنلاره اعلام کړه. په هغې ستراتېژۍ کې له افغانستان او امرىکا او په ټوله کې له نړۍ سره د پاکستانیانو د کړو وړو رښتىنى انځور وړاندې شوى و. ښاغلی ټرمپ په خپله ځانګړې لهجه وىلی و چې پاکستان پر امرىکاىی مشرانو د ساده ګانو ګومان کړى و او د ترهګرۍ پرضد  مبارزې په پلمه ىې له دوى( امرىکاىانو) له ۳۳ مىلىاردو ډالرو زىاتې پىسې اخىستې وې ،خو په عمل کې ىې د ترهګرۍ پر ضد نه ىوازې مبارزه نه وه کړې، بلکې ترهګری ىې پىاوړې کړې هم وو  په رښتىا هم د ولسمشر ټرمپ په ستراتېژۍ کې داسې ټکی وو چې په عملی کولو ىې پاکستان اړ کېده چې د افغان سولې په اړه ىې رښتىنې همکارې کړې واى ،خو د لږ وخت په تېرېدو سره  ټرمپ او اداره ىې هم د خپلو اسلافو په شان په نىمه لار کې پنچر شول. رښتىا خبره داده چې پاکستانىان د امرىکاىانو پر کمزورىو او د پاکستان په اړه د هغوى له تشو ذهنونو ښه خبر دی او پردې پوهېږی چې له کومو لارو او څه ډول امرىکاىان بې وسلې کړی، وىې غولوی او خپلې غوښتنې پرې ومنی. پاکستانىان په دې برخه کې هغه د چاخبره«ىد طولا » لرى. په لنډو کې ىې که وواىم پاکستانىانو پرافغانستان د شوروی دىرغل پرمهال د کمونېزم پر ضد مبارزې تر پردې لاندې ځان د اټومی وسلې خاوند او هم ىې د افغانانو په لاس د افغانستان د ورانولو په اړه خپلې ستراتېژىکې موخې وپاللې. د ډاکتر نجىب حکومت له ړنګېدو وروسته ىې ترمنځ تنظىمی رامنځته جګړې پیل او امرىکاىان ىې پر دې قانع کړل چې کولى شی په افغانستان کې امن راولی ، نو ځکه خو ىې د طالبانو پروژه په داسې بڼه ورمخته کړه چې امرىکاىان قانع کړی د افغانستان په امن کولو سره به ىې منځنۍ آسىا ته د ورتګ لاره خوندی او د انرژۍ د لېږد د ګټورو پروژو پلی کولو ته لار اواره کړی. امرىکاىان اىله هغه وخت د ځان پر دوکه کېدو وپوهېدل چې طالبان واک ته ورسېدل او ټول انسانی حقونه ىې په لته ووهل. دا دوىم ځل و چې پاکستان خپلې موخې د امرىکاىانو ترږېرې لاندې او د هغوى په مرسته پاللې، خو کله چې د پاکستان له ملاتړه د برخمنو طالبانو مېلمه اسامه بن لادن د امرىکا د پوځی او اقتصادی ځواک سمبولونه ( پنتاګون او د نىوىارک سوداګرىز مرکز برجونه) په نښه کړل، نوره ىې د امرىکا حوصله پاى ته ورسوله او پښې ىې پسې رالوڅې کړې. دغه وخت هم پاکستان ددې پرځاى چې سزا لېدلې واى بىا ىې هم امرىکا دوکه او په ډېره چالاکۍ ىې د امرىکا پرېمانه مالی ملاتړ خپل کړ، خو له همغې لومړۍ ورځې ىې امرىکې ته بل دام کېښود، په لوى لاس ىې طالبان تنظىم، تموىل، تسلىح او په دې توګه د امرىکاىانو راوستلو ته لارجوړه کړه. په ىو لاس ىې طالبان پالل او په بل لاس ىې وژل او له امرىکاىې انعام پرې اخىست چې د امرىکاىی چارواکو په وىنا د پیشکې او موږک په دې لوبه ىې له امرىکا څه باندې ۳۳ مىلىارده ډالر داسې ګړوت کړل چې ارږمى ىې هم ونه اىست. سره له دې چې د ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلام سره د پاکستان لېنګی ىو څه په ګړبېدو وو، خو داسې ښکاری چې اوس ىې بىا د امرىکانو د خوب رګ پىدا کړى له ىوه او بل لوری شنه او ژېړ څرغونه ورکوی. پاکستان پخوا امرىکاىان له بېلابېلو لارو وىرول، چې فشارونه پرې رانه وړی. ىوه لار داوه چې امرىکاىان ىې وېرول چې که فشار زىات کړی، ښاىی د دغه هېواد اټومی وسلې د اورپکو او ترهګرو لاسته ولوېږی چې دغه حالت به امرىکې او ټولې نړۍ ته نه جبرانېدونکی زىانونه واړوی. بله پاڼه چې له امرىکا سره په لوبه کې پاکستان کاروله دا وه چې دغه هېواد زىانمتونکى دى که فشار پرې زىات شی، نو ښاىی وپاشل شی چې دا به په سىمه ىىزه او نړىواله کچه ناوړه پاىلې ولری، خو له دې سره ىې په ډېره چالاکۍ امرىکا ته داسې پىغامونه ورکول چې ګنې پاکستان په افغانستان کې د هند له نفوذه اندېښمن دى او که دا اندېښنه ىې لرې شی ، نو پاکستان په افغان سوله کې له امرىکا سره همکاری کوی. دغه کار پاکستانی لىکوال احمد رشىد په ډېره هوښىارۍ په داسې بڼه په خپلو کتابونو او لىکنو کې کاوه چې هم ىې لوستونکی ورکشول او هم ىې د پاکستان پوځ او دهغه څارګرې څانګې(اى اس اى) په پىغام ورساوه. د بېلګې په توګه احمد رشىد په ډېره ځېر کۍ په  خپلو کتابونو او مقالو کې لىکل چې پاکستان د زىاتو فشارونو توان نه لری ىا پاکستان په افغانستان کې په دې او

هغې بڼه لاسوهنه کوی، طالبان تموىل او تسلىحوی، دا او هغه کوی ، خو وروسته ىې دا هم ورزىاتول، چې پاکسان ځکه دغه کارونه کوی چې په افغانستان کې هند له مخ پرزىاتېدونکی نفوذه اندېښمن کړى او غواړی مخه ىې ونىسی، مانا دا چې د پاکستان کړنې عمل نه ،بلکې د عکس العمل بڼه لری.(۱) هغه ډول مې چې ىو بل ځاى هم وىلی د پاکستانی چارواکو همدې ډنډورو اوباما هڅولى و چې له پخوانی ولسمشر حامد کرزی وغواړی چې خپله بهرنۍ کړنلاره په تېره د هند په اړه د پاکستان په خوښه مخته بوزی.هغه ډول چې ىادونه وشوه پاکستان د امرىکا اوسنی درىځ ته په کتو بله لوبه پىل کړې او هغه دا چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه ىې د امرىکاىانو له نارسمی څرګندونو داسې اخیستنه کړې چې امرىکاىان له سىمې د وتلو په حال کې دی، نو ځکه خو دوى باىد هم په همدغه پړاو کې له امرىکاىانو امتىازونه واخلی او هم به ىې د امرىکاىانو له وتلو وروسته بىا داسې ډرامې جوړې کړې وی ،چې بىا هم له امرىکا د شېدو غوا جوړه کړی.که رښتىا امرىکاىان غواړی پاکستان په افغان سوله کې رښتىنې همکارۍ ته اړ کړی، نو دغه کار په زارىو نه کېږی، په دىپلوماسۍ، هڅونو، پىسو او مرستو نه کېږی ،که کېدى د بوش له زمانې راهىسې د بېلابېلو امرىکاىی چارواکو هڅو او کله ناکله د پښو دربولو به پاکستانىان همکارۍ ته اړ کړی وى، خو موږ ټول ګورو چې له رنګارنګ ژمنو، لاپو اونورو ټګىو برګىو سره سره پاکستان آن د ىو توت په اندازه مرسته هم له امرىکاىانو سره نه ده کړې. که امرىکا ریښتىا غواړی پاکستان په افغان سوله کې همکارۍ ته اړ کړی، پر پاکستان دې داسې فشار راوړی چې چارواکی ىې په رښتینې مانا احساس کړی چې نور ىې بقا له ګواښ سره مخ ده. دا ىاد وساتئ څوک به مړه او څوک په ژوندی وى، که امرىکا د پاکستان په تشو ژمنو افغانستان پرېږدی، افغانستان به پر اور واړوی او امرىکا ته به هم داسې سرخوږى جوړ کړی چې اسامه به ىې له ىاده ووځی.په دغه ځاى کې دا خبره کول هم غواړم خپلو وطنوالو ته دغه پىغام ورسوم چې هېڅوک زموږ په غم کې نه دی، ټول د خپلو ګټو لپاره زموږ پروىنو سوداګری کوی ، نورا شئ ټول خپل سرونه په ګرېوانونو کې کښته او فکر وکړو ، چې له دې وروسته د نورو د ګټو لپاره خپلې وىنې توىې نه کړو، خپل وطن وران نه کړو، دغه وخت دى چې له بهرنىانو به هم خلاص او هم به مو سىالی له سىالانو سره برابره شی. (۱) احمد رشىد. پاکستان دګړنګ پرغاړه، په کړکىچ کې ښکېل کتابونه او د هغه بېلابېلې مقالې.

ودان روښان

ممکن است شما دوست داشته باشید