روزنامه هیواد

پاکستان په افغان مهاجرینو فشار لا زیات کړى

(( نن زه ویاړم چې زموږ په ملک کې د ترهگرو منظم پناهځایونه نشته، خو امکان شته چې له مختلفو قومونو سره تعلق لرونکی ترهگر په مختلفو سیمو کې واوسېږی. دغه ترهگر په غرونو، سرحدی سیمو او د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د مهاجرینو په ۵۴ کمپونو کې پټ ژوند کوی.)) د پاکستان د قبایلې سیمې د امنیتی چارو کارپوه سید عالم امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان د پوځ د مشر دغه وینا یوه هڅه ده چې د اصلی ستونزې نه د خلکو پام بلې خوا ته واړوی: (( افغان مهاجر له هغو ترهگرو سره هېڅ اړیکې نه لری چې د پاکستان پوځ روزلې دی. د جیش محمد جنگیالی څوک دی؟)) جیش محمد یوه ترهگره ډله ده چې په کشمیر کې ترهگریز فعالیتونه کوی. د پاکستان د استخباراتی ادارې یو پخوانى مامور حامد سعید بیا وایی چې د قمر باجوه دغې وینا ته باید د ټولو پېښو سره یوځاى وکتل شی. ده وویل (( داسې شواهد ترلاسه شوی چې په پاکستان کومې حملې شوې، په دغو کې ترهگرو د افغان مهاجرینو کمپونه استعمال کړی. ترهگر پاکستان ته راځی او په دغو کمپونو کې اوسېږی.)) سعید وویل چې د ترهگرۍ د ختمېدو لپاره دا ضروری ده چې افغان مهاجر بېرته خپل وطن ته لاړ شی. له بلې خوا د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی هم تېره اوونۍ ژمنه کړې چې په دوو کلونو کې به ټول افغان مهاجر بېرته افغانستان ته بوځی. د پاکستان د پوځ لوى درستیز له هغې نه وروسته د افغان مهاجرینو په هکله دغه وینا کړې چې په پاکستان د امریکا او افغانستان له خوا فشار زیات شوى چې د ترهگرو د پناهځایونو پر ضد اقدامات وکړی. پاکستان د ترهگرو د ملاتړ او پناهځایونو ملامتیا نه منی.
ممکن است شما دوست داشته باشید