روزنامه هیواد

پاکستان په افغان سوداګرو دوه چنده تعارفه لوړه کړې

د افغانستان د متشبثینو عالی بورډ وایی: پاکستان په افغان سوداګرو خپله تعارفه له شپږ ویشت زرو څخه پنځوس زرو ته لوړه کړې.د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجی آغا وایی ، چې د پاکستان په دغه اقدام سره به سوداګرو ته ګڼ مالی زیانونه واوړی.ده وویل: وړمه ورځ په څلورو بجو پاکستان په افغان سوداګرو خپله تعارفه لوړه کړه، په دې اساس دغه تعارفې له ۱۳ زرو څخه ۲۶زرو او ۲۶ زرو څخه ۵۰ زرو ته پورته شوی، دغه تعارفه په ځانګړی ډول د افغانستان په تازه مېوو لګېدلې.نوموړی وویل: اړوندو ادارو ورسره ژمنه کړې،  چې له پاکستان سره به دا ستونزه هواروی ، خو پر وینا یې چې که ژر تر ژره اقدام ونه شی، دغه مېوې به له منځه ولاړې شی.پاکستان تر دې وړاندې هم د افغان سوداګرۍ په وړاندې بېلابېل خڼدونه جوړ کړی چې له امله یې سوداګرو ته ګڼ زیانونه رسېدلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید