روزنامه هیواد

پاکستان پر ډیورنډ فرضی کرښه د تاسیساتو جوړلو هڅه کوی

 ( سه شنبه، د میزان ۸) پاکستان د افغانانو له مخالفت سره سره پر ډیورنډ فرضی کرښه د خپلو تاسیساتو جوړولو او پیاوړی کولو ته ادامه ورکړې ده.ایرو ایشیا رېویو لیکی پاکستان له څو کلونو راهیسې پر ډیورنډ فرضی کرښه تاسیسات جوړوی او هڅه کوی پر دغه سیمه خپل کنټرول ډېر کړی.سرچینه لیکی سره له دې چې افغان حکومت د پاکستان د اقداماتو مخالف دی، خو پاکستانی لوری خپلو چارو ته ادامه ورکړې ده.په مقاله کې راځی ،چې دا فعالیتونه پاکستان ته ډېر وخت د سر په بیه تمام شوی او له ۲۰۱۳ م کال راهیسې پر کرښه د فعالیتونو پر مهال دوه سوه پاکستانی عسکر په بېلا بېلو بریدونو کې وژل شوی دی.سره له دې چې ډیورنډ د پاکستان او افغانستان ترمنځ رسمی کرښه نه ده، خو اسلام آباد د رسمی کرښې په سترګه ورته ګوری او په غیر قانونی توګه یې تاسیسات ورباندې جوړ کړی دی.ایروشیا داسې مهال دا مقاله خپروی چې پاکستانی چارواکو ویلې چې له افغانستان سره ټول بندورنه چې د کورونا له امله تړل شوې وه بیرته خلاصوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید