روزنامه هیواد

پاکستان ولې د داعش د (( نوی ولایت )) په توګه اعلام کړل شو؟

داعش ډله،چې ځان د عراق او شام اسلامی دولت په توګه بولی، پاکستان د خپل یوه نوی ولایت په توګه اعلام کړی دی. د داعش دا خبر په خپله تبلیغاتی رسنۍ اعماق کې خپور شوی او د امریکا د پوځ یوه خبری وېب سایټ سلام ټایمز هم تایید کړی دی. سلام ټایمز لیکلی، «داعش په وروستیو کې چې د غویی‌ په ۲۲مه یې په بلوچستان ایالت کې د ترافیک پولیسو د یوه افسر د وژنې مسوولیت پرغاړه واخیست، د خپلې تبلیغاتی رسنۍ اعماق له لارې د «پاکستان ولایت» د رامنځته کولو اعلام وکړ.‌»  د داعش له خوا خپور شوی یو عکس د دغې ډلې بیرغ په مینار پاکستان باندې، چې په لاهور کې یو ملی یادګار دی، ښیی چې ورسره سم د سیمه ییزو مقاماتو اندېښنې هم راپورته کړې دی. دا خبر تبلیغاتی بڼه لری، لومړی خو پاکستان ،چې د ترهګرۍ د ملاتړ له امله تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې دی هڅه کوی،چې په دغه راز ډنډورو او یا هم د پاکستان د پوځ او څارګرې شبکې له خوا په پلان شویو ترهګریزو بریدونو سره ښکاره کړی، چې ګنې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی نه ،بلکې د ترهګرۍ قربانی دی!؟ پاکستانی کړیو په لوی لاس کله هم ښوونځی په نښه کړی، کله پوهنتونونه او کله هم عام ځایونه او د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه یې د پښتنو، بلوڅو او سیندیانو یا هم نورو اقلیتونو کورونه او کلی په نښه کړی او لوټلی یې دی، اوس چې د پاکستانی ملېشو او په تېره بیا د پنجاب دغه مکارې او دښمنانه کړنې افشا شوې او پرضد یې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ پورته کړی، نو خود به پنجاب د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځپلو لپاره پلمه لټوی او د داعش په نامه به داسې خبر خپروی، داعش خو اصلاً د پاکستان په واسطه د برېټانیې او روسیې ګډه پروژه ده، چې غواړی په افغانستان او سیمه کې پرې خپلې ناوړې موخې تر لاسه کړای شی، څو کاله وړاندې امریکایی رسنیو دا مسئله افشا کړه، چې داعش ډله لومړی د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې وروزل شوه، بیا د کوټې له لارې قطر ته انتقال او له هغه ځایه عراق او سوریې ته انتقال شوه او هلته یې پرې ملکونه له خاورو سره خاورې کړل، نو دا پروژه خپل څښتن لری او خپل څښتن یې کله هم خپل ځان له ناوړې موخې پرته پر دا ډول خطرناکه ډله نه بدناموی، روسیه خو له پاکستان سره په ګډه داسې هڅې کوی، چې د داعش په نامه ډلې حرکتونه په افغانستان او سیمه کې ډېر شی، چې بیا داسې ډنډورې خپرې کړی، چې ګنې له افغانستانه د داعش خطر دی او روسیه ګواښی، روسیه په دې باندې مرکزی اسیایی هېوادونه هم ګواښی، چې ګنې د روسیې له واک او اختیار پرته پرې داعش ډله واکمنېږی، نو باید هغوی له روسیې سره د روسیې تر واک لاندې پاتې شی او تل د روسیې تابع وی! د پاکستان په اړه د داعش په نامه دا خبر په داسې حال کې خپرېږی چې د ننګرهار ولایت په شینوارو او خوګیاڼو سیمو کې جنګېدونکی داعشیان چې اکثر د ډیورنډ د پورې غاړې قبایلی ځوانان او د پاکستان ملېشې دی، د پاکستان د پوځی او استخباراتی ادارو له خوا تمویل او تجهیزېږی او په کرښه ازادانه تګ راتګ کوی. دا ډنډورې خطرناکې هم دی، چې تر شا یې د پاکستان، برېټانیې او روسیې لاسونه دی او غواړی، چې اوبه خړې او کبان په کې ونیسی، افغان حکومت او د امریکا په مشرۍ ناټو باید دې ته جدی پام وکړی، ځکه دا کړۍ په افغانستان او سیمه کې د امریکا او ناټو حضور نه منی او پرضد یې د داعش، ترهګر او طالب په نومونو خپلې اجیرې ملېشې جنګوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید