روزنامه هیواد

پاکستان منظور پښتین ته آخرسر ټیټ کړ

د پاکستان حکومت اخر د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ته سر ټیټ کړ او وړمه ورځ د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره په لومړی ځل رسمی غونډه وکړه او د دوى غوښتنې یې مخامخ واورېدې. د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین، محسن داوړ او نورو ګډون درلود او همدا راز د حکومت د سینیټ کمېټې مشرانو پکې برخه درلوده چې ۳ ساعته یې دوام وکړ. منظور پښتین په یاده غونډه کې خپلې غوښتنې تکرار کړې او وې ویل چې ژر تر ژره دې ورک شوی پښتانه بېرته راخوشی کړاى شی او همدا راز د پښتنو له سیمو دې د بارودی سرنګونه ختم کړل شی. هغه وویل چې په پاکستان کې دې داسې کمېټه جوړه شی چې د ورکوو شویو پښتنو په اړه پلټنې وکړی او ولس ته ریښتیا ووایی، چې دا پښتانه ولې او په کومه ګناه امنیتی ادارو له ځان سره وړی دی. هغه همدا راز د سینیټ کمېټې ته وویل، چې زموږ غوښتنې ښکاره او روښانه دی او موږ ژر تر ژره د دې حل غواړو، موږ نور په خپله سیمه کې جنګ نه غواړو او پښتون ولس ته دې د هغوى قانونی حقونه ورکړل شی. د سینیټ کمېټې مشر د منظور پښتین ټولې غوښتنې واورېدې او وې ویل چې په دې غونډه کې له ډېرو خبرو خبر شو. هغه همدا راز زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د قانونی حقونو لپاره به ژر لاس په کار شی او په دې برخه کې به ځانګړی کسان وګوماری، چې د دوى غوښتنې حل کړی. هغه همدا راز زیاته کړه، چې دا یې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره لومړۍ رسمی غونډه ده او غونډه یې ډېره ښه وشوه. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ په میرانشاه غونډه کې منظور پښتین ویلی وو چې د پاکستان پوځ د پښتنو پر ضد عملیات کړی او ترهګر د دوى خپل خلک و. هغه ویلی چې د پاکستان پوځ او طالبان پلار او زوى دی. همدا راز علی وزیر ویلی چې تر څو پورې چې د پښتنو په سیمه پاکستانى پوځ موجود وی، د پښتنو په سیمو کې به سوله رانشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید