روزنامه هیواد

پاکستان له افغانستان نه په سوداګریزه برخه کې مرسته غوښتې

د پاکستان سوداګرۍ او پانګونې خونې له حکومت غوښتی، چې افغانستان او د مرکزی آسیا هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې او د سوداګری کچه لوړه کړی.یادې خونې له افغانستان هم غوښتی، چې سوداګرو ته اجازه ورکړی ، ترڅو د افغانستان له لارې د مرکزی آسیا هېوادونو ته خپل سوداګریز توکی ولېږدوی.پاکستان داسې مهال د سوداګریزو اړیکو پر ښه کېدو ټینګار کوی، چې څه موده وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون ویلی وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ یا ((اپټا)) هوکړه د دواړو هېوادونو د سیاسی ستونزو تر اغیز لاندې ده.د سوداګرۍ خونو د فدراسیون مرستیال خان جان الکوزی هغه مهال ویلی وو، چې د اپټا په تړون کې د خنډونو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګری له درېیو میلیاردو یو میلیارد ته کمه شوې ده.افغان سوداګر وایی: پاکستان تل له سوداګریزو اړیکو په سیاسی برخه کې ګټه اخلی او همدا لامل دی ،چې وخت ناوخته په دې برخه کې ستونزې رامنځته کېږی.دوی هیله لری ،چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سوداګریزې اړیکې پیاوړې کېږی او بیابه دوی له ستونزو سره نه مخ کېږی او نه به هم دوی ته زیان اوړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید