روزنامه هیواد

پاکستان له افغانستان سره سوداګرۍ ته پام اړولى دى

د خىبر پښتونخوا صوبې مشر وزىر ښاغلی محمود خان وىلی حکومت ىې له افغانستان سره تجارت ته د ودې ورکولو لپاره په زړه پورې ګامونه اخلی او دسوداګرىزو اړىکو د ودې لپاره ىې دتورخم دروازه د شپې او ورځې خلاصه ساتلې ده.

خو د افغانستان د تجارت وزارت بىا واىی چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرېزې راکړې ورکړې، کچه له ىو اعشارىه پنځه بىلىون ډالرو څخه نږدې ىو بېلىون ډالرو ته راټىټه شوې ده. د دوشنبې په ورځ په پېښور کې له رسنىو سره په خبرو کې وزىراعلى ښاغلی محمود خان وىلی خىبر پښتونخوا صوبه د تورخم له لارې له افغانستان سره تړل شوې او د تورخم د لارې سوداګرىز توکی منځنۍ اسىا او ټولې نړۍ ته ډېر په اسانۍ رسېدلى شی.

هغه ووىل هرکله چې د تورخم له لارې تجارتی هلې ځلې پراخه کېږی، نو پېښور به ورسره هرومرو د تجارت پر مرکز بدلېږی، ځکه نو موږ ټول پام د تورخم له لارې له افغانستان سره د تجارت ودې ته ګرځولى دى.

هغه په افغانستان کې دسولې د روانو هڅو هرکلى وکړ او ویې وىل ،چې د پاکستان او افغانستان امن له ىو بل سره تړلی دی،که د افغانستان په خاوره امن راځی، نو په پاکستان کې به هم امن وی او که په پاکستان کې امن ټىنګ وی، نو افغانستان به هم په امن او ثبات کې ژوند کوی. هغه هىله وښوودله چې دطالبانو او امرىکا ترمنځ د سولې د روانو خبرو په نتىجه کې به په افغانستان کې زر سوله او امن ټىنګ شی او د دې غوره اغېزې به په ټوله سىمه پروېزی. وزىراعلى محمود خان له افغانستان سره تجارت ته د ودې ورکولو لپاره دګامونو اخیستلو دا دعوه په داسې حال کې کوی چې څېړونکی واىی د افغانستان او پاکستان په سىاسی تعلقاتو کې د تاوترىخوالی له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخىزه عمومی تجارت او افغان ټرانزېټ ټرېډ هم اغېزمن شوی. د کابل د پرله پسې غوښتنو باوجود پاکستان په خپله خاوره د افغانستان او هندوستان ترمنځ نېغ په نېغه تجارت ته اجازت نه ورکوی چې د دې په ځواب کې په دې وروستىو کلونو کې افغانستان د اىران له لارې له هندوستان سره تجارت زىات کړى. د افغانستان مېډىا د افغان تجارت وزارت د شمېرو له مخې وایی چې په ٢٠١٨ کې د افغانستان او پاکستان تجارت نږدې ىو بېلىون ډالر و. دغه کال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړىکې ښه نه گڼل کېدې د دې په پرتله په ٢٠١٧ کې دوه اړخىز تجارت نږدې ىو اعشارىه پنځه بېلىون ډالر و. پاکستانی اقتصاد پوهان واىی چې که چرې دواړه هېوادونه پر ډیورنډ کرښه تجارت ته اسانی ورکړی نو ترمنځ ىې کلىزه سوداګری پنځه بېلىون ډالرو ته رسېدى شی. د روان کال مارچ په میاشت کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلی وو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګری د تېر کال په پرتله ۷۹ ملیونه ډالره نوره راټیټه شوې ده. د یادې خونې په خبر پاڼه کې د دوه اړخیزه سوداګرۍ کمېدو په علتونو کې د ټرانزیټ د ځنډ ښکار کېدل، سیاسی او امنیتی وضعىت او په افغانستان کې د بهرنىو هېوادونو موجودګی ښوودل شوی وو. د ګډې خونې عمومی سکرتره فایزې زبېر د سوداګرۍ دکچې راټېټىدو په اړوند وىلی وو،د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګری د ۲۰۱۷م له جولاى نه تر ۲۰۱۸م تر جنورۍ پورې ۲۸۵مېلیونه ډالره ، اوبیا د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م په یاده موده کې دا ۲۰۶ میلیونه ډالره وه، چې پکې ۷۹ مېلیونه ډالره کمى راغلى دى.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید