روزنامه هیواد

پاکستان له افغانستان سره د باور جوړونې نوې هلې ځلې پیل کړې

افغان پلاوى پرون د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې له راغلی پاکستانی پلاوی سره (( د عمل دګډ پلان )) د پلی کولو لپاره خبرو ته کېناست. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې او سولې لپاره لومړنۍ غونډه وه. په دې غونډه کې د عمل دګډ پلان د پلی کولو پر مېکانېزم خبرې کېږی او دواړه ډلې په پنځو کمېټو کې، پرسیاسی اړیکو، کډوالۍ او پوځی، امنیتی او اقتصادی برخو  کار کوی او په افغانستان کې د روانې جګړې د بندولو لپاره به له پاکستانه عملی همکاری وغوښتل شی. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د عمل ګډ پلان وروستى شوى دى ، دا هغه پلان دى، چې کابل ته د پاکستان د پخوانی صدراعظم شاهد خاقان عباسی د سفر پر مهال د روان کال په وری میاشت  کې رامخې ته شو او پرېکړه وشوه،چې د دواړو هېوادونو د ملی امنیت سلاکاران او د بهرنیو چارو وزیران دې د عمل دګډ پلان پر جوړولو کار پیل کړی. پرونۍ غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینې جنجوعه وویل:زه ډاډه یم چې د دواړو هېوادونو تر منځ به ډېرې ستونزې هوارې شی: (( موږ د خپل پلاوی له اړخه دا ډاډ څرګندوو چې د دغه بهیر د پرمختګ لپاره په ژمنتیا سره اقدام کوو.)) نوموړې وویل، په داسې حال کې چې په پاکستان کې انتخابات کېږی، کابل ته د پاکستانی پلاوی دا سفر د اړیکو د ښو کېدو په برخه کې د هغه هېواد ژمنتیا ښیی. له پاکستان سره د عمل پر ګډ پلان په داسې حال کې لومړنۍ غونډه جوړېږی، چې له دغه هېواد سره د افغانستان ټولې هوکړې د کاغذ پر مخ پاتې دی او پاکستان تر اوسه هېڅ داسې ګام نه دى پورته کړى، چې پرې باور وشی، خو د افغانستان او سویلی اسیا لپاره د امریکاد متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پالیسۍ پاکستان اړ کړ چې باید یوه لاره خپله کړی،خو تر اوسه پاکستان د ترهګرۍ  او اورپکۍ ملاتړ  او روزنې ته د پاى ټکى نه دى اېښى. او اړ دى، چې له افغانستان سره د عمل پر ګډ پلان کار وکړی. افغان حکومت د دې لپاره پخه سیاسی اراده لری او پر پاکستان به ډېر کار وکړی، چې له افغانستان سره سولې ته ورسېږی،ځکه پاکستان تر سختو فشارونو لاندې دى او په سیاسی ،پوځی او اقتصادی ډګرونو کې ځپل شوى. دغه راز د سیمې له غوښتنې سره سم د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپی د ګازو او کاسا زر پروژې په غځېدو او افغانستان ته د منځنۍ اسیا او چین د رېل پټلۍ په راتلو دی، نو د پنجاب په سیاست کې به هرو مرو بدلون راځی. ،که پاکستان د افغانستان پر مخ له هند سره د سوداګرۍ لاره تړلې وساتی، نو افغان حکومت به هم د پاکستان او منځنۍ اسیا تر منځ د سوداګرۍ پر مخ لاره وتړی، په پوځی لحاظ هم له پاکستان سره د امریکا او د عرب شیخانو بسپنې او مرستې کمې شوی. دې ټولو ته په کتو سره پاکستان اړ دى، چې له افغانستان سره سوله وکړی او غوښتنې یې ومنی، له دې پرته یې ناوړه سیاست نور هم په زیان دى. دې غونډې ته له همدې امله په نېک فال ګورو اودراتلونکې ښې سیاسی او باوری فضا د جوړونې په هیله یې یو. 

تمیم

ممکن است شما دوست داشته باشید