روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاکستان له افغانستانه غوښتی چې د داعش ډلې مشر ور وسپاری

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل احضار کړی او پاکستان ته د داعش خراسان څانګې د مشر اسلم فاروقی ورسپارلو غوښتنه یې ورڅخه کړې.د افغانستان ملی امنیت د حمل (وری) په ۱۶ مه په بیان کې وویل ،چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقی یې له نورو ۱۹ مهمو جګړه مارانو سره په کندهار کې نیولی دی، خو اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلی: ((اسلم فاروقی له افغانستانه د پاکستان ضد فعالیتونو کې دخېل و او باید د نورو تحقیقاتو لپاره پاکستان ته وسپارل شی.))اعلامیه کې ویل شوی ،چې افغانستان او پاکستان باید د ټاکل شوی میکانیزمونو په ګډون د تروریزم پرضد فعالیتونو کې ګډ کار وکړی.اسلم فاروقی څوک دی؟د افغانستان د ملی امنیت ریاست وایی: اسلم فاروقی یا عبدالله اورکزی پاکستانی نظامی، د پیښور نظامی مسوول، له ابو سعید باجوړی وروسته د داعش خراسان مشر او د کابل شور بازار د سهکانو په درمسال د برید طراح و، چې له ۱۹ نورو کسانو سره یو ځای یې د افغانستان په سوېل کې نیولی دی.عبدالله اورکزی د اسلم فاروقی په نامه هم پېژندل کېده، د اورکزیو د اخونزادګانو کلی اوسېدونکی او د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې والی دی.د ملی امنیت پر وینا: د دغه ترهګر طراح پر ضد عملیاتو کې یې د قاری زاهد او سیف الله مشهور په ابو طلحه پاکستانی په ګډون ۱۹ ترهګر نیولی دی.ملی امنیت وایی عبدالله اورکزی یا اسلم فاروقی ورته په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې د داعش ډلې له خراسان څانګې سره د سیمه ییزو استخباراتو پراخو اړیکو نه هم پرده جګه کړې ده.عبدالله اورکزی چې د پیښور پخوانی نظامی مسوول تېر شوی، وایی داعش سره له یو ځای کېدو وروسته د ننګرهار، اچین ولسوالۍ په عبدالخېلو کې د داعش د عملیاتو مشر و.نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ابوسعید باجوړی له وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی ټاکل شوی او ویلی یې دی چې د پاکستان له ترهګرو ډلو لشکر طیبې او حقانی شبکې سره یې نږدې اړیکې وې.ملی امنیت ویلی، له عبدالله سره بل نیول شوی کس قاری زاهد چې په معاذ مشهور دی په افغانستان کې د داعش نظامی مشر او سیف الله چې د ابو طلحه پاکستانی په نامه پېژندل شوی ، په ننګرهار کې د داعش مختلف قتیبو لپاره د خلکو استخدام او ګمارلو مسوولیت په غاړه درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید