روزنامه هیواد

پاکستان له اسلام څخه د استفاده کوونکی هېواد په نامه مشهور دی

پاکستان، ترکیه او مالیزیا د اسلاموفوبیا یا د اسلام ضد تبلېغاتو سره د مبارزې لپاره ګډ انګلیسی تلوېزیونی چینل جوړوی.د دې خبرې اعلام، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو د ۷۴ یمې غونډې په ترڅ کې له خپل ټویټر څخه کړی او وایی: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د مالیزیا لومړی وزیر مهاتیر محمد ورسره په لیدنه کې هوکړه کړې ، چې په انګلیسی ژبه به د اسلام ضد تبلېغاتو د مخنیوی لپاره تلوېزیونی چینل جوړوی، چې نړۍ ته د ده په خبره د اسلام واقعی تصویر وړاندې شی: (( دا تلوېزیون به د توهین رسالت د موضوع سیاق و سباق و څېړی، اسلامی فلمونه به جوړوی او په رسنیو کې به د مسلمانانو ونډه زیاتوی.))ترکیې او مالیزیا لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دی ویلی، خو پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له اسلام څخه د استفاده کوونکی او د اسلام د نامه بربادوونکی هېواد په نامه مشهور دی، چې تل یې د اسلامی ترهګرو ډلو په روزنه خپل تمرکز کړی دی.دغه راز پر ترکیه هم تور دی، چې په منځنی ختیځ کې عین د پاکستان رول لوبوی او د سوریې، عراق او فلسطین په تباهۍ کې د اسلام له نامه څخه په استفاده لاسوهنې کوی، خو د مهاتیر محمد هېواد که څه هم په آسیا کې په معتدل اسلام پاللو کې مشهور دى،خو په دې وروستیو کې یې ذاکر نایک ته په پناه ورکولو د هند ګیله زیاته کړې ده.هند وایی: ذاکر نایک په خپلو شخصی اکاونټونو کې ترهګرو ډلو
ته چندې ټولوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید