روزنامه هیواد

پاکستان لا هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی

راپورونه وایی: د امریکا د کانګرېس لپاره په تازه چمتو شوی راپور کې وېیل شوی، چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی او دا چاره یې دوامداره ساتلې ده.

د کانګرېګېشنل ریسرچ سرویس له خوا د امریکا کانګرېس ته په تیار شوی راپور کې ویل شوی، چې یاد هېواد اوس هم په افغانستان کې د وسلاوالو ډلو په ځانګړې توګه د حقانی شبکې کلک ملاتړ کوی.

راپور کې ویل شوی، د پاکستان پوځ په افغانستان کې د وسله والو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

راپور کې دغه راز ټینګار شوی، چې پاکستان د افغان کشالې په اواری کې مهم رول لری او باید ورباندې فشار راوړل شی ،ترڅو په دې برخه کې خپل مثبت رول په سمه توګه ادا کړی.د سرچینې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ په دې هېواد کې د جګړې د اوږدېدو سبب شوی دی.پاکستان تازه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی ،خو وړاندې تر دې یې ویلی، چې دوی پر وسله والو ډلو له غیر مستقیمو لارو اغېز لری او د افغان سولې پروسې بریا لپاره به له خپل نفوذه استفاده وکړی.دا په داسې حال کې ده ،چې د اپریل په ۱۶ مه په ترکیه کې د افغانستان سولې په اړه مهمه ګډه غونډه جوړیږی او د طالب استازو سربېره به پاکستانی چارواکی هم په کې ګډون ولری.سرچینې وایی: دا غونډه به لس ورځې دوام وکړی او په هغه کې به د افغانستان د نظام راتلونکی سیاسی جوړښت ترسیم شی.شنوونکی د ترکیې غونډه د افغانستان لپاره خورا مهمه ګنی او وایی هیله مندی شته چې پایلې به یې مثبتې وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید