روزنامه هیواد

پاکستان غواړی چې اقتدار  بىا د طالبانو لاسته ورشی

د (( جبهه حماىت از وطن)) مسؤلىنو د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې وغندلې.

د  دې جبهې په نامه ټولنه له افغان حکومته غواړی چې د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستىو څرګندونو پر وړاندې د نړىوالو اصولو سره سم لازم اقدام وکړی او د هغه غىر مسؤلانه څرګندونې د ملګرو ملتونو تر سازمانه ورسوی.

د دغې جبهې مشر او د ملی مشارکت ګوند ریىس نجىب‌الله کابلی د دوشنبې په ورځ  د ىادې جبهې په پرانیست غونډه کې ووىل، پاکستان تل له افغانستان سره د ګاونډىتوب له اصولو سرغړونه او د دغه هېواد په کورنىو چارو کې لاسوهنه کړې ده.

ده ووىل: (( عمران خان په افغانستان کې د انتقالی حکومت خبرې کوی او له دې معلومېږی چې طالبان، پاکستان او (اى. اېس. اى) مذاکراتو ته کېنولی، پاکستان غواړی چې ىو ځل بىا بشپړ اقتدار د طالبانو لاس ته ورشی، دغه جبهه د هېواد په کورنىو چارو کې د پاکستان د صدراعظم بربنډې لاسوهنې غندی. ))

په جوړه شوې غونډه کې د “بىداری ملت افغانستان” د ګوند ریىس مقصود حسن‌زاده په افغانستان کې د راتلونکی حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان څرګندونې غىر مسؤلانه وبللې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم د تېرې جمعې په ورځ د باجوړ په سرحدی سىمه کې د ځایی اوسېدونکو ىوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وىلی چې په افغانستان کې به ډېر ژر د دغه هېواد د ټولو خلکو په خوښه ىو نوى حکومت جوړ، سوله به په‌کې ټىنګه او په سىمه کې به اقتصادی اسانتىاوې رامنځته شی.

د پاکستان د صدراعظم دغه څرګندونې د ډېرى افغانانو له غبرګون سره مخ شوې او په کلکه‌ىې غندلې دی. بل‌خوا د حقوقی چارو ىو شمېر پوهان هم د پاکستان د صدراعظم څرګندونې د نړىوالو اصولو خلاف ګڼی.​ له دې ډلې نصرالله ستانکزی آزادی راډىو ته ووىل:

​”د عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنىو چارو کې له حقوقی پلوه مداخله ګڼل کېږی، دا د افغانانو دنده ده چې پر وړاندې ىې غبرګون وښیی، دا مسئله باىد افغان حکومت هم د ډىپلوماتىکو چىنلونو له لارې تعقىب کړی او که نه نو پاکستان به په راتلونکی کې له دغه فرصته ناوړه ګټه واخلی.”

ممکن است شما دوست داشته باشید