روزنامه هیواد

پاکستان د ډالرو په وړاندې د روپىو د ارزښت د لوېدو پړه پر افغان سوداګرو اچوی

د ډالرو په وړاندې د پاکستانی روپىو د لوېدو په اوج کې د پاکستان صدراعظم د اسعارو د بازار د کنټرول لپاره د ځانګړې کمېټې د جوړولو امر وکړ.

صدراعظم عمران خان ووىل چې د ډالرو په وړاندې د پاکستانی روپىو د ارزښت لوېدو نړىوالو ټولنو ته د پاکستان د شرم سبب شو.

عمران خان د جمعې په ورځ وروسته له دې چې د ډالرو او نورو اسعارو په وړاندې پاکستانۍ روپۍ په تارىخ کې تر ټولو ټىټ حد ته ولوېدې، له ټولو اړوندو چارواکو وغوښتل چې د ډالرو د ارزښت د کنټرول لپاره له ټولو امکاناتو او تدابىرو کار واخلی. وىل شوی چې دا کمېټه به په لومړنی ګام کې له پاکستانه د ډالرو د وتلو مخه و نىسی. په پام کې ده چې د پاکستان حکومت له دې اىسته هر مسافر ىا بهر ته تلونکی ته، چې اوس ۱۰ زره ډالره له ځان سره وړلى شی، تر ۳ زره ډالرو د زىاتو اجازه ورنه کړی. د پاکستان د کابىنې په غونډه کې ځىنو وزىرانو د ډالرو په وړاندې د پاکستانی روپىو د ارزښت د لوېدو علت افغان سوداګر وبلل، وىې وىل چې تر ټولو زىات غىرقانونی ډالر د پېښور او کوټې له ښارونو څخه بهر ته انتقال شوی دی. دوى ووىل، باور لری چې دا پىسې افغان سوداګرو له هغو اسانتىاوو څخه په سو استفاده بهر ته لېږلی چې پاکستانی بانکونو د دوى لپاره په پام کې نىولی دی. د دوى په ګومان افغان سوداګرو اروپایی هېوادونو او عربی هېوادونو ته زىات ډالر استولی دی. هر امرىکایی ډالر په شاوخوا ۱۵۰ پاکستانۍ روپۍ معامله کېږی. تر دې پخوا هېڅکله پاکستانۍ روپۍ دې حده ته نه وه لوېدلې. د پاکستانی روپىو لوېدو هغو افغانانو ته هم ښه سبق ورکړ چې د افغانۍ پر ځاى پر پاکستانی روپىو سودا کوی. دې ته ورته سبق له دې وړاندې هغو افغانانو ترلاسه کړى و چې د افغانۍ پر ځاى ىې پر اىرانی رىال ىا تومان معاملې کولې. د پاکستانی روپىو او اىرانی رىال پر له پسې لوېدو ىو وار بىا وښوده چې په نسبی ډول افغانۍ ډېر ثبات لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید