روزنامه هیواد

پاکستان د ترهګرو د دوامدار ملاتړ له امله نړۍ ته ستر ګواښ دى

په داسې حال کې چې دسیمې او نړۍ هېوادونو او دغه راز سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو بې پرې بنسټونو او ټولنو او عینی شاهدانو دنړۍ دترهګرو دتولید دیوې سترې فایکې په توګه په  پاکستان کې دترهګرو دروزلو دڅلوېښت زرو استخباراتی مدرسو ، روزنځایونو او ځالو او په هغو کې دشلو میلیونو ترهګرو دروزلو او د دوه سوه وحشی صفتو تروریستی ډلو دشتون په اړه پر واقعیتونو دتصدیق ټاپه وهلې او آن دپاکستان صدر اعظم عمران خان هم په دغه مکار، دوه مخی او درواغجن هېواد کې دترهګرو دروزلو لپاره دڅلویښت زرو استخباراتی مدرسو او روزنځایونو پرشتون اعتراف کړى او ویلی یې دی چې له دې وروسته به دغه استخباراتی مدرسې ترکنترول لاندې راولی او له خپلسریو څخه به یې منع کړی، خو دپاکستان پنجابی جرنیلانو په دې برخه کې پرواقعیتونو پرده اچولې او په دې  اړه یې په خپله ښکر ورو درواغو سره دنړیوالو پاملرنه بل  لوری ته اړولې او ویلی یې دی چې دپاکستان هېواد په خپله تل دترهګرو دبریدونو ښکار شوى دى او تراوسه پورې یې پاکستانی پوځیانو ، ملیشو او ملکی خلکوته زیاته مرګ ژوبله اړولې ده او داسې نورې تباهۍ او ورانکارۍ یې هم سرته رسولې دی. پاکستانی جرنیلانو او استخباراتی کړیو تراوسه پورې په خپل هېواد کې چې اوس یې دنړۍ دترهګرو دتولید دیوې سترې  فابریکې بڼه خپله کړې ده . ددغو ترهګرو پر روزلو ، تولیدولو او وسله وال کولو په میلیاردو امریکایی ډالره ، پانګه اچونه کړې ده او آن له امریکا څخه هغه ترلاسه شوی ۳۳ میلیارده امریکایی ډالره یې هم دخپلو دغو ترهګرو پر روزلو ، تغذیه کولو او تولیدولو او دهغوى دمغزو نو یو مینځلو لګولی دی چې په پاکستان کې یې دترهګرو دځپلو او دهغو د ځالو دړنګولو لپاره له امریکا څخه ترلاسه کړی وو. او په دى توګه یې امریکا دوکه کړې او لوبولې وه . دبېلابېلو رسنیو له لارې خپاره شوی رپوتونه وایی چې له ډېره بده مرغه دپاکستان تېری کوونکو پنجابی جرنیلانو ، پوځیانو او استخباراتی شبکو په دې وروستیو وختونو کې په دغه هېواد کې له دوه سوه وحشی صفتو تروریستی ډلو او لیکو سره دافغان کډوالو د پوځاى کېدوناوړه عمل ته بیا مخه کړې ده او هغوى په خپلو څلوېښت زره استخباراتی مدرسو او روزنځایونو کې د ځانمرګو او غلچکی بریدونو ، بمی چاودونو او داسې نورو فجیعو او شنیعو عملونو زده کړوته اړکوی او بیایې دښځو، ماشومانو اوبوډاګانو په ګډون دبې ګناه او بې دفاع خلکو د وینو دتویولو او داسې نورو تباهیو دسرته رسولولپاره دافغانستان ، بنګله دېش ، هند، یمن ، سوریې ، سومالیې ، نایجیریا او دنړۍ نوروهېوادونو ته صادروی او خپلو شومو موخوته پرې دعمل جامه وراغوندی اویایې دسیمې او نړۍ پرخپلو مغرضو او  مخربو هېوادونو پلوری چې پاکستان له دې لارې په تېرو څلوېښتو کلونو کې له پنځه او یاوو میلیاردو امریکا یې ډالرو څخه زیات عایدات ترلاسه کړی دی او خپل هېواد یې پرې آباد کړى او رغولى دى. او یایې دخپلو ترهګرو پرتولیدولو ، روزلو او وسله وال کولو لګولی دی او آن تردې پورې چې دافغانانو دوینو په  تویولو سره یې خپله خاوره آباده  او وژغورله او دغه راز پرمټ یې اټومی قدرت هم ترلاسه کړ او له دې لارې یې دهند له اټوم لرونکی هېواد سره سیالی برابره شوه او اوس اوس یې دامریکا په ګډون دسیمې او نړۍ هېوادونه له دې وېرې او ډار سره مخ کړی دی چې خداى مه کړه دپاکستان دغه اټومی بمونه او اټومی وسلې ددغه مکار ، دوه مخی ، درواغجن او تېری کوونکی هېواد پاکستان د روزل شویو او ګوډاګیو ترهګرو لاس ته ورنه شی اوپه استعمالولو سره یې ټوله نړۍ له خاورو سره خاورې نه کړی او دمځکې ددغې خاورینې کرې اوسېدونکی له یوې سترې بشری فاجعې او ناورین سره مخ نه کړې. نو پردې بنسټ نړیوال باید یادو واقعیتونو ته دکتوله مخې له یوې خوا دپاکستان داټومی وسلوله منځه وړلوته ودانگی اوله بلې خوا دسیمې او نړۍ ثبات ته دسترګواښ په توګه په پاکستان کې دترهګرو ځپلو او دهغوى دځالو او روزنځایونو ړنګولوته په کلکه خپله ملاوتړی او پرمټ دې بشردهغوى له شره دتل لپاره وژغوری او دپاکستان دوه مخو درواغجنو او مکارو چارواکو حتى داسلام آباد دایبټ آباد په پوځی چوڼۍ کې دالقاعده دنړیوال تروریستی سازمان دمشر اسامه بن لادن له شتون څخه هم تل انکار کاوه اوله دې لارې یې دامریکا په ګډون دنړیوالو سترګوته خاورې ورشیدلې او لمریې پر دوو ګوتو پټاوه چې په آخر کې دامریکا کوماندو ځواکونو دامریکایانو دغه ستر قاتل اسامه د درواغجن دوه مخی او مکار پاکستان په جیب کې پیدا اوپه نښه کړ او هغه یې وواژه او دهغه مړى  یې په یوې بوجۍ کې واچاوه، دجلال آباد دښار هوایې ډګرته یې ولېږداوه اوله هغه ځایه یې داسامه مړى دیونامعلوم سمندر تل ته پورې واهه چې دکبانو او نهنګانو دخوراک ښکار او له خاورو سره خاورې شو او له دى لارې دپاکستان ښکرور  درواغ نور هم په اثبات ورسېدل او زیات رسوا او بې باوره شو او په غبرګون کې یې امریکا یوازې خپلې مرستې پر پاکستان بندې کړې. درواغجن ، دوه مخی ، مکار او تېری کوونکی پاکستان نه یوازې اسامه بلکې په افغانستان کې دطالبانو دخپل ګوډاګی رژیم مشرملامحمد عمر اخوند او نورو طالب مشرانو ته هم په خپل هېواد کې پناه ورکړه ، خپلې ناولې غېږې نه یې نږدې کړل او خوندی یې کړل چې د ۲۰۰۱ زېږدیز کال دسپټمبر میاشتې پر یوولسمه نېټه یې دامریکا دنیویارک او پنتاګون دآسمان څکوبرجونو دپه نښه کولو اوړنګولو په برخه کې اسامه ته پوره آسانتیاوی برابرې کړې وې اودافغانستان له خاورې څخه یې اسامه ته دامریکا دیادو آسمان څکو برجونو په نښه کولوته هم زمینه برابره کړې وه. ستره غوښتنه داده چې امریکا دې پاکستانی مشران او دهغوى ګوډاګی طالب مشران هم د امریکا دنیویارک او پنتاګون دآسمان څکو برجونو او دغه راز داسامه له برخلیکونو سره مخ اوله خاورو سره دې خاورې کړی نو هله به دوه مخى پاکستان لارې ته راشی اوپه خپل هېواد کې به دترهګرو له شتون څخه انکار نه کوی او په دغه هېواد کې به دترهګرو دشتون دپټولو لپاره له ښکر ورو درواغو څخه هم کارنه اخلی .

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید