روزنامه هیواد

پاکستان د اقتصادی بحران د مخنیوی لپاره د پیسو له نړیوال صندوقه هم پور غواړی

پاکستان به د خپل زىاتېدونکی اقتصادی بحران د مخنىوی لپاره د پىسو له نړىوالې بسپنې ىا آى اىم اىف سره د چهارشنبې په ورځ د پور په اړه خبرې پىل کړې.د پاکستان د مالىې وزارت وىندوى نور احمد ووىل : (( د پىسو نړىوال صندوق به د اقتصاد پر ټول وضعىت، خطرونو او همداراز په دې اړه غور وکړی، چې څرنګه ىې چاره کېداى شی.))ښاغلی احمد همداراز ووىل: حکومت خپل کورنى کار بشپړ کړى او تمه لری چې له آى اىم اىف سره د دوى مشارکت به درې کاله دوام وکړی.د پىسو له نړىوال صندوق سره د پاکستان خبرې، چې له نولس سوه اتىاىمې لسىزې را په دې خوا دې صندوق ته د پاکستان دىارلسمه مراجعه ګڼل کېږی، د روان نوومبر په شلمه پاى ته رسېږی.اسلام آباد ته د پىسو د نړىوال صندوق د پلاوی تر رسېدو څو ساعته مخکې د پاکستان د مالىې وزىر اسد عمر اعلام وکړ ،چې د اوس لپاره د چىن او سعودی عربستان په مرسته د پاکستان مالی بىلانس د بحران ىا د پىسو د زېرمو د کمېدو مخه نىول شوې ده.د پاکستان د مالىې وزىر ووىل، پاکستان د روان مالی کال لپاره ۱۲ میلىارد ډالرو ته اړتىا لرله، خو سعودی عربستان له وړاندې څخه د ۶ میلىارد ډالرو ژمنه کړې او پاتې پىسې به چىن او نورو ځاىونو څخه ترلاسه شی.تېره مىاشت سعودی عربستان اعلان وکړ ،چې د پاکستان مرکزی بانک ته به د اسعارو زېرمې په خاطر د ىو کال لپاره ۳ میلىارد ډالره او د ۳ میلىارد ډالرو په ارزښت به تېل په پور ورکړی.چىن هم بىجنګ ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په ترڅ کې دې هېواد ته ژمنه ورکړې چې پر اقتصادی بحران د لاسبری په خاطر به مرسته وکړی. د چىن د مرستې جزىىات تراوسه پورې څرګند شوی نه دی. پاکستان څو ځلې هڅه وکړه چې له آى اىم اىف څخه پور واخلی ،خو د دې صندوق د پور شراىط ىو څه سخت دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید