روزنامه هیواد

پاکستان د افغان محصولاتو د صادراتو لپاره واګه بندر خلاصوی

ټاکل شوې دوې ورځې وروسته د پاکستان د لاهور او د هند د امرستر ښارونو ترمنځ د واګې بندر د افغانستان د صادراتو پر مخ رسماً پرانیستل شی.په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر لطف‌الله مشعل د دوشنبې په ورځ په ټوېټر لیکلی، چې د دغه بندر له لارې به د افغان صادراتو لړۍ د کوروناویروس خپرېدو مخنیوی د تدابیرو په پام کې نیولو سره پیل شی.ښاغلی مشعل ویلی: (( افغان صادرات به د جولای په پنځلسمه د پاکستان واګه بندر له لارې د کورونا ویروس د مخنیوی د میکانیزم په پام کې نیولو سره دوباره پیل شی.))د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی ،چې دغه بندر د افغان حکومت د غوښتنې په اساس او د کوروناویروس د خپرېدو د مخنیوی په تړاو د پروتوکول له تطبیق وروسته د جولای په ۱۵مه پرانیستل کېږی.د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی چې د افغان سوداګرو پر مخ د واګې بندر په پرانیستلو سره به د افغانستان محصولات د هند، متحده عربی اماراتو او نورو عربی هېوادونو مارکېټونو ته ورسېږی.د دغه وزارت مرستیال عبدالکریم ملکیار امریکا غږ ته ویلی: (( کوم تفاهم چې شوی مشخص یو مملکت په کې نه دی قید شوی، چې هند یا درېیم مملکت. زموږ هدف دا دی، چې موږ ته پاکستان د ټرانزېټ تسهیلات برابر کړی، په دې برخه کې پاکستان موږ ته د همکاریو ډاډ راکړی دی.))ښاغلی ملکیار د تورخم، سپین‌بولدک – چمن، غلام‌خان، انګور اډې او ډنډ پټان بندرونو پرانیستلو ته په اشارې وویل، چې پاکستان په دې وروستیو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزېټ په برخو کې همکارۍ د پام وړ زیاتې کړې دی.د پاکستان حکومت په سیمه کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته د روان میلادی کال په مارچ کې لومړی د چمن – سپین بولدک او وروسته د تورخم بندرونه وتړل، خو د تیرې جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه یې بیرته پرانیستل.که څه هم له کابو څلورو میاشتو راهیسې پاکستان د تورخم او چمن – سپین بولدک بندرونو له لارې افغانستان ته صادرات کول ،خو په دې موده کې دغه ټرانزیټی او سوداګریزې لارې د افغانستان د صادراتو پر مخ تړلې وې.افغان او پاکستانی چارواکو دغه راز د انګور اډې او ډنډ پټان سوداګریزو لارو د پرانیستلو پرېکړه کړې.د دغې پرېکړې په اساس دا سوداګریزې لارې په روانه جولای میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ د یو لړ اړینو هوکړو له مخې پرانیستل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید