روزنامه هیواد

پاکستان دې د انتخاباتو د ګډوډۍ د هڅو په مخنیوی کې مرسته وکړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی دچهارشنبې په ماښام د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان له لوری په نیول شوې تلېفونی اړیکه کې په افغانستان  کې د سولې پروسې او ټاکنو په اړه بحث او خبرې وکړې.جمهوررییس غنی د تېرو ټاکنو په جریان کې د تاوتریخوالی په کموالی کې د پاکستان رول ته په اشارې، د پاکستان له لومړی وزیر څخه وغوښتل، چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې د تاوتریخوالی د کموالی لپاره هڅې او همکاری وکړی.د پاکستان لومړی وزیر په پروان او کابل ولایتونو کې د وروستیو تروریستی بریدونو له امله د تسلیت او همدردی ترڅنګ ژمنه وکړه، چې هېواد به یې په ټول ظرفیت او امکاناتو په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره کوښښ او همکارۍ وکړی.

همدارنګه :

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړمه ورځ د اروپایی ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګرینی سره تلېفونی خبرې وکړې.په دغو تلېفونی خبرو کې دواړو لوریو د جمهوری ریاست د ټاکنو، سولې پروسې او له افغانستان څخه د اروپایی ټولنې د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.مېرمن موګرینی په کابل او پروان ولایتونو کې د تروریستی بریدونو په خاطر د تسلیت ترڅنګ وویل: له افغان ولس څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو. نوموړې د افغانستان د خلکو او دولت په رهبرۍ او مالکیت د ټول شموله سولې پر ارزښت چې تلپاتې سولې او هوساینې ته لاره برابروی، ټینګار وکړ.د اروپایی ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو شاتګ ته په پام وویل: د بل هر وخت په پرتله د جمهوری ریاست د ټاکنو ترسره کول څرګنده اړتیا ده. نوموړې هیله څرګنده کړه چې  د تلې د شپږمې نېټې ټاکنې په ارامه فضا کې په شفاف او عادلانه توګه و شی.مېرمن موګرینی څرګنده کړه:د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې د تلپاتې سولې د تامین لپاره د پرمختګ یواځینۍ لاره ده او د سولې د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره اوربند د افغان ولس غوښتنه ده، چې اروپایی ټولنه ترې ملاتړ کوی.جمهوررییس غنی په دغو تلېفونی خبرو کې وویل: سوله زموږ لومړیتوب دی، افغان حکومت د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کار کوی او د شفافو او سرتاسری ټاکنو ترسره کول زموږ لپاره ځانګړى ارزښت لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید