روزنامه هیواد

پاکستان ته د پور له ورکړې سره د امرىکا مخالفت او د روپىو د ارزښت د کمېدو احتمال

د اىرانی تومانه له بېساری را لوېدو وروسته داسې ښکاری چې اوس د پاکستانی روپىو وار دى.د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر د پىسو نړىوالې بسپنې (آى اىم اىف) ته خبردارى ورکړى چې که پاکستان ته پور ورکوی، نو باىد د دې صندوق په پىسو پاکستان د چىن پور پرې نه کړی.د روىټرز خبری اژانس د راپور له مخې، پاکستان د پىسو له نړىوالې بسپنې څخه د ۱۲ ملىارد ډالره پور هىله لری.چىن په وروستىو کې پاکستان ته د ۲ میلىارد ډالره پور د ورکولو ژمنه وکړه.د اقتصادی چارو کتونکی وایی: د پورونو د زىاتېدو له کبله پاکستان مجبور دى، چې واردات لږ کړی او له بلې خوا د اسعارو د کموالی له کبله مجبور دى چې د بودجې او سوداګری کسر د انډول لپاره د خپلو پىسو ارزښت ټېټ کړی.په دې صورت کې ډېر احتمال شته چې د پاکستانی روپىو ارزښت ټېټ شی.د اقتصادی چارو څىنې کتونکی افغانانو ته مشوره ورکوی چې که پاکستانی روپۍ لری، هغه په افغانىو ىا ډالرو واړوی ځکه چې د پاکستانی روپىو ارزښت مخ په کمېدو دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید