روزنامه هیواد

پاکستان ته د افغان حکومتی پلاوی سفر

د افغانستان د ملی پخلاینې د عالی شورا مشر پرون په دری ورځنی سفر اسلام آباد ته و لاړ، د ښاغلی عبدالله  عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی په همدې ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه‌محمود قریشی سره لیدنه کې د افغان سولې پروسه کې د پاکستان د مثبت رول ستاینه وکړه.

 قریشی هم ویلی چې، پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوی او له دې لارې په افغانستان کې د شخړو د سوله‌ییز او سیاسی حل ملاتړ کوی: (( د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک او وروسته په دوحه کې د بین‌الافغانی خبرو پیلېدو په افغانستان کې د تلپاتې سولې د راتلو امکانات ډېر کړی دی. افغان مشران دې دا فرصت نه ضایع کوی او یوې پایلې ته د رسېدو لپاره دې هڅې وکړی.)) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې دغه هېواد د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا او ملی حاکمیت ته درناوی لری او اسلام‌اباد هیله لری چې له کابل سره پیاوړې اقتصادی اړیکې ولری. قریشی داسې مهال دا څرګندونې کړې دی چې پاکستانی ځواکونو په وار وار د ډیورنډ کرښې له هاخوا پر ختیځو ولایتونو توغندیز بریدونه کړی او خلکو ته یې ځانی او مالی زیانونه اړولی دی. له بل لوری پاکستان وخت نا وخت له هند سره د افغانستان د ټرانزیټ پر وړاندې خنډونه جوړوی او په یوه او بله بهانه سوداګریز کاروانونه دروی. همدا رنګه پاکستان اوس هم په افغانستان کې خپلې ملېشې پالی او طالبان نه پرېږدی، چې په داسې اسانۍ سره اوربند وکړی او د سولې مذاکرات بریالی شی، ځکه د پاکستان همدا پالیسی ده، منو چې قریشی او یاهم د پاکستان صدراعظم عمران خان به له افغان پلاوی سره ژمنې وکړی، خو دا ژمنې یې هسې د خزان د پاڼې حیثیت لری، ټول واک او اختیار پوځی دی، یوازې او یوازې د پاکستان له لوی درستیز سره خبرې مهمې او اړینې دی، په پام کې ده، چې افغان پلاوی به د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره یو په یو خبرې وکړی. د دغه سفر موخه او پیغام دا دی، چې  په پاکستان کې نور باید د وسله‌والو ډلو لپاره خوندی مرکزونه وجود ونه‌لری، دا اړیکې باید پرې شی. نور له هغه ځایه باید د افغانستان لپاره تهدیدونه ایجاد نه‌شی. له دې اړخه به ډاکتر عبدالله په افغانستان کې د سولې پروسې ګټې او د سولې  له راتلو څخه وروسته چې کوم فُرصتونه په افغانستان کې شته او افغانستان د سیمې د هېوادونو خصوصاً د منځنۍ اسیا او سوېلی اسیا ترمنځ د اتصال کوم پُل چې جوړېدای شی او کومه رابطه چې ټینګېدای شی دا فُرصتونه به تشرېح کړی. دا مهمه ده چې د سیمې هېوادونه په تېره بیا پاکستان د هغو خبرو د کامیابۍ او سر ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړی چې اوس په دوحه کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو ترمنځ روانې دی. پاکستان په دې کې مهم رول لری او یوازې او یوازې پاکستان کولی شی، چې دا پروسه بریالۍ کړی، خو که یې وکړی، د همدې لپاره افغان پلاوی اسلام اباد ته تللی دی.پاکستانی چارواکو تل ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې لپاره‌یې ډېرې منډې ترړې کړی او دا د دوی د اسانچارۍ نتیجه وه چې امریکا او طالبانو تړون وکړ، خو لا هم د پاکستان له خوا ستونزې را ولاړېږی او د افغانستان په وړاندې پاکستان په مخامخ جګړه کې ښکېل دی، که افغان حکومت له پاکستان سره سولې ته ونه رسېږی او په دې کې نړیواله ټولنه مهم رول ادا نه کړی، نو دا جګړه او ترهګری به هېڅکله هم ختمه نه شی! په قطر کې هم د سولې لپاره پر خبرو د پاکستان سیوری خپور دی، یعنې د پاکستان اړخ ډېر مهم دی، خو افغان حکومت اوس د جګړې پر ځای د پاکستان لپاره د نورو ګټو انسانچاری سنجولې ده، هغه له مرکزی اسیا سره د پاکستان سوداګریزې اړیکې او د افغانستان له لارې د پاکستان د انرژۍ د اړتیاوو پوره کول دی، دا تلپاتې، روا او مهمې ګټې دی، چې نننۍ نړۍ پرې تمرکز لری، پاکستان به حتمی د خپلو دې ګټو لپاره یوه ورځ نه یوه ورځ میلان کوی، خو ښه ده چې اوس یې وکړی، ځکه په ترهګرۍ او دې تپل شوې جګړه کې پاکستان زیان ګالی، دا جګړه او ترهګری نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه او نړۍ هم ننګوی، هیله ده، چې دا ځل د پاکستان نیت صاف وی او مزل اسانه کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید