روزنامه هیواد

پاکستان او سیمې ته به د زلمی خلیلزاد سفر ښې پایلې ولری

د افغانستان د سولې په چارو کې د واشنګټن ځانګړى استازى زلمى خلیلزاد، پرون اسلام آباد ته لاړ چې د افغان سولې په اړه د پاکستان د نوی حکومت دریځ مالوم کړی،ځکه د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسی په تمام صورت جګړه ده او له ډېرې مودې را په دې خوا یې مخامخ روانه ساتلې ده، طالب او نورې ترهګرې ډلې هم د پاکستان له پلان سره سم په افغانستان کې ترهګر او یرغلیز بریدونه کوی. همدا پاکستان او له پاکستان سره د روسیې په شمول یو څو نور هېوادونه دی، چې د افغان سولې هڅې ناکاموی او د افغانستان پرناروا تپل شوې جګړه کې خپلې گټې پالی. روسیه او ایران خو د خپلو ګټو تر څنګ په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ لاندې د ناټو ماموریت هم نه پرېږدی، چې بریالى شی. دواړو هېوادونو هم د پاکستان په څېر په افغانستان کې مخامخ جګړه روانه ساتلې او طالب او ترهګرې ډلې د دې جګړې د دوام لپاره کرایه شوی دی. په همداسې حال کې امریکا بیا غواړی، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد اوږدې جګړې د پاى ته رسولو لپاره سیاسی حل لاړې ولټوی. د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له ولسمشر او نورو افغان چارواکو سره په کابل کې کتلی او بیا اسلام اباد ته تللى دى، هغه د افغانستان په ټولو ناخوالو او د دغو ناخوالو پر رېښو پوه دى، ښاغلى خلیلزاد له پیاوړی پلان سره د افغان سولې لپاره پر سفر وتلى دى. که هر څو پاکستان بیا هم د امریکا او افغان حکومت د تېر ایستلو هڅې وکړی، بیا هم د افغان تپل شوې جګړې د دوام لپاره د فرصت په لټه کې شی، خو دا ځل ترې عمل غواړی. له همدې امله به خلیلزاد له پاکستانی لوری سره جدی خبرې وکړی، هسې هم پاکستانی چارواکو په امریکا کې کلکې وعدې ورکړې، چې له افغان سولې سره به مرسته کوی، طالب ډلې به سولې ته اړباسی او د ترهګرۍ ضد مبارزه به کوی، خو امریکا پاکستان ته دا ځل وروستى چانس ورکړى او مالومه به کړی، چې پاکستان دا ځل څه کوی، د ترهګرۍ پر مټ تپل شوې جګړه به دوامداره ساتی او که به له خپل ناوړه دریځه لاس اخلی؟ زلمى خلیلزاد، به تر دې وروسته متحدو عربی اماراتو، قطر او سعودی عربستان ته هم سفر وکړی. متحدو عربی اماراتو او سعودی عربستان دواړو د افغان سولې لپاره هڅو ته زور ورکړى او دوه ځله په سعودی کې د اسلامی نړۍ د دینی عالمانو غونډې د پاکستان او نورو دښمنو هېوادونو له خوا پر افغانستان تپل شوې جګړه ناروا او فتنه بللې ده، په قطر کې د طالبانو دفتر دى، پر طالبانو او په تېره بیا پاکستان ژورې اغېزې لری، نو خلیلزاد به د دغو عربی هېوادونو له چارواکو سره هم ووینی، چې د افغان سولې لپاره څه کولى شی؟ دا سفر ډېرې مثبتې پایلې له ځانه سره لری، ځکه پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله په نړیواله کچه ملامت او تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې دى، پر افغانستان د تپل شوې جګړې روایت هم اخیستل شوى او د اماراتو او سعودی خلکو هم د اسلامی نړۍ د دینی عالمانو له پرېکړې سره سم پر پاکستان هغه بسپنې بندې کړې، چې د جهاد په نامه یې ترې تر لاسه کولې. په دغه راز حالت کې د خلیلزاد سفر ښې پایلې لرلى شی، که څه هم پاکستان به بیا د امریکا ،افغانستان او نړیوالې ټولنې سترګو ته د خاورو ورشیندلو هڅې وکړی، خو اړ دى، چې دا لوبه پرېږدی، که نه نو نور هم انزوا او د ترهګرۍ د ملاتړ له امله په تور لېست کې شاملېږی او بیا به آن د خپلې خېټې د مړولو تاوان هم له لاسه ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید