روزنامه هیواد

پاکستانی چارواکی ښې خبرې کوی، خو عمل په کار دی!

له وړمې ورځې را هیسې د ملی پخلاینې رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی پاکستان ته په دری ورځنی سفر تللی او له پاکستانی چارواکیو سره یې کتلی دی، ډاکتر عبدالله په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له پاکستانه د مرستې غوښتنه وکړه، ځکه پاکستان په افغانستان کې مخامخ جګړه روانه ساتلې او د تپل شوې جګړې له امله یې نه یوازې په افغانستان، بلکې سیمه او نړۍ کې د ناروا وژنو لړۍ توده ساتلې ده، سربېره پر دې پاکستان لسګونه ترهګریزې ډلې روزلې ،چې د اړتیا په وخت کې یې په کشمیر کې د هند پرضد وجنګوی، له دې وړاندې هم پاکستان له هند سره د کشمیر پر سر جګړه کې پښتانه لوبول، د پښتنو له مټو او اذلی زوره یې کار اخیسته، همدا د پښتنو سیسماتیکه جګړه وه، چې پاکستان ته یې د کشمیر یوه برخه لاندې کړه او اوس یې پرې خېټه اچولې ده، دغه راز یې د داسې بل ټکر لپاره بېلابېلې ترهګریزې ډلې روزلې چې هم یې په افغانستان او هم یې د هند پرضد په جګړه کې کاروی، دا ډلې په فکری توګه ډېرې حساسې دی، چې په ډېر ستر مهارت ځانمرګی بریدونه کوی.

په افغانستان کې د دې ډلو په جامه کې خپلې ملېشې هم په ډېر مهارت سره  شامل کړې او له طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره اوږه په اوږه د نظام ، ثبات او پرمختګ د مخنیوی لپاره جګړه کوی، خو د افغانستان ستراتیژیک اهمیت د دې وړ دی، چې باید سیمه یې د خپل اقتصادی پرمختګ او سوداګرۍ لپاره وکاوری، بل دا چې د افغانستان ثبات پیاوړی او سوله ییز وی، ځکه سوله او ثبات او همدا رنګه جګړه او بې ثباتی نېغ په نېغه د سیمې او نړۍ پر حالاتو اغېزه لری.

دې ته په کتو سره امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې پر سوله اجماع ته رسېدلی ، د دې په څنګ کې د سولې ملی اجماع را منځته شوې ده، خو سیمه ییزه اجماع لا هم عملاً وجود نه لری، پاکستان،ایران او روسیه په افغانستان کې خپلې ګټې په جګړه او بې ثباتۍ کې لټوی، چې دا نه یوازې د افغانانو، بلکې د دغو لوریو، سیمې او آن نړۍ پر زیان تمامېږی!

دغه حالت په قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت خبرې هم پیکه کړې، یعنې دا لوری تر خپلې اغېزې لاندې طالبانو ته اجازه نه ورکوی، چې په اسانۍ سره له جګړې لاس واخلی، همدا لامل دی، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې پاکستان څه ناڅه هڅه کوی، چې طالبان یوازې په قطر کې خپرو ته حاضر کړی، خو هغوی لا هم اجازه نه لری، چې یا خو له افغان پلاوی سره خپلسرې خبرې وکړی او یا هم د اوربند لپاره تصمیم ونیولی شی! دې ته په کتو سره افغان پلاوی پاکستان ته تللی، چې د دې جګړې ناوړه اغېزې ورته بیان کړی، که څه هم پاکستان د دې جګړې پر ناوړه اغېزه پوه دی، خو دا یې پالیسی ده، چې په افغانستان کې د جګړې پر زور خپلې ګټې وساتی!

دا مسئله اوږده بحث ته اړتیا لری، چې په دې لنډه لیکنه کې نه شی نغښتل کېدای، خو که پام وکړو د پاکستانی چارواکیو خبرې ډېرې نرمې دی، هغوی په افغانستان کې د سولې لپاره بیا هم ژمنې کړې او زیاتوی، چې ګنې د افغانستان خپلواکۍ او ملی حاکمیت ته به له دې وروسته درناوی لری، خو په عمل کې د دې ژمنو پوره کول ډېر مهم دی، افغانان نور د هغوی په غوړو وعدو نه شی دوکه کېدای، بلکې هغه وخت باور کوی، چې ژمنې عملی شی او پاکستان په ریښتیا هم خپله سوله او ثبات د افغانستان په سوله او ثبات کې ولټوی!

د ملی روغې جوړې عالی شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله چې پرون یې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې خبرې کولې وېیلی، د افغانستان حکومت سولې ته ژمن دی او تر څنګ یې د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه جاری ساتی. د ښاغلی عبدالله په خبره افغان حکومت یوازې په افغانستان نه، بلکې په ټوله سیمه کې د سولې او دایمی ثبات غوښتونکی او ملاتړی دی. دا مهم پیغام دی او له پاکستانه دا غوښتنه کوی، چې په سوله ییز افغانستان کې خپلې روا او دوامداره ګټې وپالی، نه د ترهګرۍ او اورپکۍ پر زور په جګړه او قتلونو کې! له پاکستانه د افغان حکومت غوښتنه دا ده، چې طالبان پرېږدی، چې د سولې لپاره په ازادانه توګه تصمیم ونیسی او نور له جګړې لاس په سر شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید