روزنامه هیواد

پاکستان، هند ته د ټرمپ له خوا په افغانستان کې د رول لوبولو وړاندیز اندېښمن کړی

پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې خبره غبرګون ښودلی، چې ولې یې هند په افغانستان کې د داعش ضد جګړې ته وربللی دی؟ټرمپ په خپل تازه بیان کې له روسیې، هند، ترکیې او ایران څخه غوښتی وو، چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خپل رول ولوبوی: (( ګورئ هند د ترهګرۍ خلاف نه جنګېږی، موږ جنګېږو، په خوا کې یې پاکستان هم دی، هغوی ډېر کم جنګېږی، ډېر زیات کم، دا عادلانه نه ده، چې موږ له ۷ زره میله واټن څخه هلته جګړې ته ولاړ شو.)) ، خو د ټرمپ دې څرګندونو د پاکستان اندېښنه راپورته کړې، چې ولې امریکا په افغانستان کې د هند رول او نقش زیاتول غواړی؟، خو د ستراتیژیکو مطالعاتو یو څېړونکی قمر چیمه ویلی: د سارک سازمان هېوادونه باید په سیمه کې د ترهګرۍ ضد کړنې کنټرول کړی: (( هند فکر کوی چې باید له ټولو سیمه ییزو هېوادونو سره همکاری وکړی، ګنې سارک سازمان به راپورته شی او دا کار به وکړی، خو امریکا نه غواړی داعش له ډلې سره په جګړه کې سارک سازمان ورګډ شی.))ښاغلی چیمه زیاتوی، پاکستان امریکا ته ژمنه ورکړې ، چې په افغانستان کې به خپلې قانونی منافع لټوی، خو هند ته به اجازه ور نه کړی چې له هغه ځایه د پاکستان ګټې وګواښی.که څه هم هند د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې څه نه دی ویلی، خو دغه هېواد تل په افغانستان کې د یو بنسټپاله حکومت چې د پاکستان تر مستقیمې اغېزې لاندې وی تل مخالفت کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید