روزنامه هیواد

پارلمان د ملت کور دى، نه دبدمعاشۍ کور !!!

وړمه ورځ د ولسی جرګې د ریىس د ټاکلو لپاره رایه اچونه وشوه، دغه ریاست ته دوو تنو هر یوه مىررحمان رحمانی او کمال ناصر اصولی کاندید شول، خو یوه یې هم د قانون د حکومت له مخې پیځوس جمعه یوه رایه خپله نه کړه، مىررحمان رحمانی ۱۲۳ او کمال ناصر اصولی بیا ۵۵ راىې وګټلې ،خو د جرګې موقت ریىس اعلام وکړ چې ښاغلى رحمانی ګټونکى دى!؟ دا چې پنځوس جمعه یوه رایه یې نه وه خپله کړې،نو ښاغلی اصولی او ىو شمېر نورو وکىلانو اعتراض وکړ  او وىې وىل چې ۱۲۳ راىې د ټولو ۲۴۷ حاضرو وکىلانو پنځوس جمع ىو نه پوره کوی، نو باىد د نورو کاندىدانو ترمنځ بل پړاو انتخابات وشی. د ولسی جرګې د کورنىو دندو د اصولو په اتمه ماده کې راغلی: (( که ىو کاندىد د انتخاباتو په لومړی دور کې د حاضرو غړو اکثرىت خپل نه کړ، دوهم دور انتخابات د هغو دوو کاندىدانو ترمنځ کېږی، چې ډېرې رأىې ىې خپلې کړې او هغه به برىالى اعلامېږی، چې ډېرې رأیې ترلاسه کړی او که بىا هم هېڅ کاندىد پنځوس جمع ىو راىې خپلې نه کړې، بل دور به د نورو کاندىدانو ترمنځ راىې اچول کېږی.)) دلته هر څه روښانه دی، کړکېچ او بدماشۍ ته هېڅ اړتیا هم نشته او نه هم د بدمعاشۍ وخت دى، دلته د ملت کور دى او د ملت په کور کې باید د ملت د استازیو تر منځ د اصولو له مخې مشر وټاکل شی، که د اصولو له مخې څوک دا وړتیا ونشی گټلى، نو په زور او د برچې په څوکه خو یې بیخی نشی ګټلى! وړمه ورځ ډېره د خندا وړ مسئله وه، چې یوه کاندید ځان په زوره د ولسی جرګې مشر اعلام کړ او بل راغى، د ریاست په څوکۍ کښېناست او ویل یې ،چې (( زه مشر یم!؟ )) په پایله کې د ملت استازیو تصمیم ونیو، چې د ولسی جرګې د اصولو له مخې دې بل پړاو ټاکنې وشی، له همدې امله پرون استازیو مخالفت ښکاره کړ او میر رحمان رحمانی یې پرېنښود چې د ولسى جرګې د مشرتابه پر څوکۍ کښېنی! دوى د ولسی جرګې تالار محاصره کړ او هېچا ته یې اجازه نه ورکوله چې هلته لاړ شی. خو ښاغلى رحمانی او پلوىان ىې وایی چې لازم اکثرىت ىې ترلاسه کړى او د ولسی جرګې مشر غوره شوى دى!؟ داسې ویل کېږی، چې د هغوى پلویانو له ځانونو سره برچې هم را وړې وې، دا په ملت او نړۍ کې د ستر شرم خبره ده، دغه منل او نه منل له بده مرغه په هېواد کې عام شوی دی، دا هم ولسواکی تر پوښتنې لاندې راولی او هم د ملت پر رایو ملنډې وهل دی! که په بدمعاشۍ گتل کېداى، نو په تېرو څلوېښتو کلونو کې به یوه ستر بدمعاش ګټلې وه او پر نورو به یې حکومت کاوه، خو ملت له بدمعاشانو کرکه لری له همدې امله ملت ټاکنو ته بلل شوى او پر ټاکنو خپل مشران ټاکی، په داسې حال کې ،چې له اووه میاشتنی ځنډ وروسته د ولسی جرګې ټاکنې اعلام شوې او ناکام کاندیدان یې بل ځاى بدمعاشی کوی او پر ټاکنیزو کمېسیونونو نیوکې کوی ،چې هغوى یې ولې بریالی اعلام نه کړل! دا په لوى لاس د بحران لوری  د هېواد ته کشکول دی، خو بحران باید ختم شی او نور یې بوى پورته نشی چې خداى مه کړه هېواد یوځل بیا د ځانځانۍ کندې ته ورټېل وهی! د ولسی جرګې ټاکنې خپل ځانګړی اصول لری، چې باید د ملت استازی د درناوی سرونه ورته ټیټ او پرې قناعت وکړی، ځکه دا مقننه قوه ده، که خداى مه کړه، همدا مقننه قوه، قانون تر پښو لاندې کوی، نو بیا له بل چا هېڅ ګیله نشته! هیله ده، چې حالات بحران ته پرېنښوودل شی، ځکه د ملت د استازیو په مخ کې ډېر نور او ستر ستر لومړیتوبونه پراته دی، هغوى باید سره له اوسه ملت ته ځانونه ښکاره کړی او د ملی یووالی تر سیوری لاندې سترو ملی لومړیتوبونو ته اوږه ورکړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید