روزنامه هیواد

ټوېټر او فېسبوک پر پاکستان خوبونه حرام کړی

   د ټوېټر او فېسبوک په ګډون ټولې ټولنیزې رسنۍ د هغو خلکو لپاره  لوى قوت او غږ دى، د چا غږ چې تل ټپ شوى او نه دی پرېښودل شوی، چې له خپل حاله نور خلک خبر کړی. اوس چې په پاکستان کې له کومو خلکو سره ظلمونه شوی، د هغوى لپاره تر ټولو ښه لار د ټوېټر او فېسبوک ده، چې د پاکستان پوځ، استخباراتو او حکومت خوبونه یې حرام کړی دی.تازه بی بی سی اردو په خپل یوه مطلب کې لیکلی ، چې په پاکستان کې د ټولو خلکو د ټوېټر حسابونه څارل کېږی او که هر څوک د پاکستان د پوځ او استخباراتو په اړه څه ولیکی، نو دوى یې رسماً د ټوېټر ادارې ته رپورټوی او ورته وایی چې دا د پاکستان د قانون خلاف کار دى، نو لرې یې کړئ.په نږدې ورځو کې یو شمېر هغو مشهورو کسانو ته د ټوېټر له خوا برېښنالیکونه لېږل شوی، چې د پاکستان پر پوځ او یا هم په استخباراتو یې نیوکې کړې دی. په دغه کسانو کې له خبریالانو نیولې، بیا تر مدنی فعالانو پورې ډېرى خلک شته، چې ورته له ټوېټر څخه راغلی برېښنالیکونه یې هم بېرته په ټولنیزو رسنیو خپاره کړی دی.څېړونکې، مدافع وکیلې او د بشری حقونو فعالې ریما عمر د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره اخیستى عکس په ټوېټر خپور کړى و، چې دغه انځور هم د پاکستان  د حکومت له خوا رسماً ټوېټر ته رپورټ شوى او ورته ویلی دی چې دا د پاکستان د قانون خلاف ټویټ دى، نو یې لیرې کړئ. ریما عمر پوښتلی، ایا له  منظور پښتین سره عکس اخیستل د قانون خلاف عمل دى؟د پاکستانی پوځ، استخباراتو او حکومت خوبونه هله ډېر حرام شول کله چې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو لپاره سر راپورته کړ او د پاکستان په لویو ښارونو کې یې لویې لویې غونډې وکړې. د پاکستان پوځ خو لومړى هڅه وکړه چې دا ځوانان په دړکو غلی کړی، خو چې داسې ونه شول نو په پاکستانی رسنیو باندې بندېز ولګاوه، چې د منظور پښتین او پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه به هېڅ خبر نه نشروی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو له ټولنیزو رسنیو (فېسبوک او ټوېټر) څخه ګټه پورته کړه او له هرې ستونزې او مسئلې څخه یې د ټولې نړۍ پښتانه خبر کړل.د پاکستان پوځ او استخباراتو بیا هم هڅه وکړه، چې د هرې غونډې پر مهال به یې په هغه سیمه کې د انټرنېټ او ټیلیفون سرویس بنداوه، خو په دې ونه توانېدل، چې د دې سېلاب مخه ونیسی. دا کیسه پسې ورو په ورو اوږدېدله او بیا د پاکستان ځینو مشهورو کسانو هم د پاکستان پر پوځ نیوکې وکړې، چې پاکستانی پوځ یې بېخی پسې سربداله کړ.اوس د پاکستان پوځ او حکومت په دې هڅه کې دی، چې هر څه سانسور کړی، خو هغه فعالان چې د پاکستانی پوځ او استخباراتو په اړه سختې نیوکې لری، هغوى د دغه سانسور پر ضد هم ټویټونه کوی او ولس له دې خبروی، چې ولې د پاکستان پوځ او حکومت غواړی چې د ولس هر څه دې سانسور شی.یا هم دا خبرې ګرمې دی، چې آیا په پاکستان کې به ټولنیزې رسنۍ داسې یو حد ته راوستل شی، چې هر څه به لکه د نورو رسنیو په څېر د حکومت او پوځ په خوښه په کې خپرېږی؟د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهری بیا له دې خبرې انکار کړى ، چې د پاکستان  حکومت دې په رسمی ډول ټوېټر ته څه عریضه کړی وی یا دې یې هم د کومو خلکو ټویټونه رپورټ کړی وی، چې دا غېر قانونی دی، دې خبرې یو بل بحث هم په دې راپارولى دى، چې دا څوک دی چې د حکومت له رسمی آدرسه شیان رپورټ کوی او حکومت ترې خبر هم نه دى.خو که هر څه وی، ټوېټر او فېسبوک د پاکستان د پوځ، استخباراتو او حکومت خوبونه حرام کړی دی او د دې هر څه کرېډیټ منظور پښتین، پښتون ژغورنې غورځنګ او د دغه غورځنګ فعالانو ته ځی، چې هر وخت یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد غږ پورته کړى او په دغه ادارو یې سختې نیوکې کړې دی.

بریالى زمرى

ممکن است شما دوست داشته باشید