روزنامه هیواد

ټول هېوادوال باید د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړی

د جمهوری ریاست ټاکنې د دموکراسۍ د تمثیلولو اصل دی،چې د اکثریت خلکو د رای اچونې له لارې نوی جمهور رییس ټاکل کېږی. ټولو ته جوته ده، چې پر افغانستان جګړه تپل شوې او قسم خوړلی دښمن هڅه کوی چې د جګړې له لارې ځان ته مشروعیت ورکړی او  ټاکنې ګډې وډې کړی، له بل پلوه مغرضې سیاسی کړۍ د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره خنډ ګرځېدلې، چې ټاکنې ترسره نشی او په افغانستان کې د پخوا په شان لاسپوځی او موقتی حکومت رامنځته او د دوی هره غوښتنه د جبر او زور له لارې پر افغانانو ومنی، خو د جمهوری ریاست ټاکنې حتمی دی او هېوادوال به د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکوی.  په دې  اړه د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی ټولو هېوادوالو ته د دې ډاډ ورکړی ،چې د جمهوری ریاست ټاکنې به د تلې میاشتې په ۶ مه په ټاکلې موده کې ترسره کېږی. د هېواد ورځپاڼې خبریال د ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو په اړه د لیکوال او داسلامی علومو له کارپوه ښاغلی سید حبیب (( شاکر)) سره مرکه کړې، چې خپرېږی.

پوښتنه: څرنګه چې د جمهوری ریاست د ټاکنو لپاره څو ورځې پاتې دی تاسو دغه ټاکنې څنګه ارزوئ؟

ځواب: د جمهوری ریاست ټاکنې چې د تلې میاشتې په ۶ مه کېږی په حقیقت کې د ولسواک او خدمتګار نظام د منځ ته راتللو لپاره دی د حکومت په مشرۍ د ریښتینو او خدمتګارو کسانو راتګ به هېواد او خلکو ته د خدمت کولو لپاره ډېر اغېزمن وی او هغو ستونزو او ناخوالو ته به چې خلک او هېواد ور سره مخ دى د پای ټکی کېښودل شی. موږ باید له اندېښمن او متزلزل حالته وژغورل شو، ځینې  مغرضې کړۍ او سیاسیون د موقت حکومت په لټه کې دی او دوی نارې وهی ،چې ټاکنې دې نه کېږی او مختلط حکومت دې جوړ شی. دا ډول حالت به د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېر خطرناک وی، له نېکه مرغه د ولسمشر غنی په هلوځلو د جمهوری ریاست د ټاکنو لپاره ټول شرایط او آسانتیاوې برابرې شوی دی. خو بیا هم د ټاکنو د ترسره کولو پرضد وسله وال طالبان او نورې سیاسی ډلې هڅې کوی چې ټاکنې ونشی او د نظام پرضد یو ګوډاګۍ او لاسپوڅی حکومت رامنځته کړی، ځکه ټاکنې د هر افغان حق دی او د شفافو او عادلانه ټاکنو تر سره کول افغانستان له هر ډول ستونزو ژغوری. خو افغانان د وسله والو طالبانو او نورو سیاسی کړیو پر ضد د نظام ملاتړ کوی او د سر په بیه به په ټاکنو کې ونډه اخلی او له افغان حکومت څخه یې یوازینۍ غوښتنه ټاکنې دی. په هر حال هغه حکومت چې د ټاکنو له لارې منځ ته راځی له تپل شویو لاسپوځو حکومتونو غوره بلل کېږی، هغه کسان چې د جمهوری ریاست د ټاکنو ځنډول غواړی د هغوی غوښتنه زموږ د ملی ګټو پرخلاف ده.  ولسمشریزې ټاکنې دې  په ټاکلې موده پرته له ځنډه ترسره شی.

 پوښتنه: د امریکا دمتحدو ایالتونو هم په افغانستان کې د جمهوری ریاست له ټاکنو خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی ، دا ملاتړ څومره ارزښت لری؟

 ځواب: امریکا، مرستندوی اروپایی اوآسیایی هېوادونه ،چې د ۱۸ کلنو هلوځلو په اوږدوکې یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې مرستې کړی ، اوس د افغانستان د جمهوری ریاست د ټاکنو لپاره هم لېوالتیا لری  په تېره بیا امریکا ! موږ دغې لېوالتیا او ملاتړ ته په نېک نظرګورو او پوره ارزښت ورکوو.دغه ملاتړ د راتلونکی حکومت د منځ ته راتلو لپاره ښه شرایط برابرولی شی . زما له آنده د ټاکنو د ترسره کولو لپاره امریکا له افغان حکومت سره مرسته کړې، چې عادلانه ټاکنې ترسره شی، نو لوی خدای (( ج )) دې موږ ټولو په تېره بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون ،کورنیو ځواکونو،چې د ټاکنو بشپړ امنیت ساتی او همدارنګه نورو مامورینو او رای ورکوونکو ته په دې توفیق راکړی،چې په  ټول افغانستان کې ټاکنې په شفاف ډول ترسره او د درغلیو مخه نیول شی،چې ځورېدلیو هېوادوالو ته داسې کس د ولسمشرۍ ماڼۍ لپاره وټاکل شی چې د دوی د هوساینې او د هېواد د آبادۍ لپاره یون پیل کړی. خلک په بېلابېلو ډلو ویشل کېږی او هره ډله او طبقه خپل د پام وړ کاندید ته رایه ورکوی. داسې نشی کېدای ،چې ټول خلک دې یوکس ته رایه ورکړی. د نړۍ په هېڅ ګوټ کې داسې ټاکنې نه کېږی . دا چې رایه د هر مکلف وګړی مسلم حق دی او باید د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه واچوی، نو د فشار او زور له لارې باید رای اچوونکی مجبور نه کړل شی چې ناخوښ کاندید ته رایه ورکړی دا ښه کار دی چې اکثریت هېوادوال غوره او وړکاندید ته چې په ریښتیا د هېواد او خلکو خدمتګار وی ،خپلې رایې وکاروی. داکار د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د اکثریت خلکو لپاره ډېر ارزښت لری. زما له آنده خلک که یوه پوه ،صادق هېوادپال او خدمتګار کس  ته خپلې رایې په اکثریت سره وکاروی په راتلونکی نظام کې به د خلکو ګټې خوندی شی.

 پوښتنه: د جمهوری ریاست د ټاکنو د ترسره کولو لپاره له خلکو څه غوښتنه لرئ؟

 ځواب: د اسلام د سپېڅلی دین له پلوه د نظام د منځ ته راتلو لپاره ټاکنې یو مشروع او بر حقه کار دی، په پخوا زمانو کې خلکو امیر ته د نظام د مشرۍ لپاره بیعت ورکاوه  او امیر به هم خلکو ته لاس ورکاوه، خواوس ګورو چې وګړی ډېرشوی دا ناشونې ده چې یو امیر دې ټولو خلکو ته لاس ورکړی. ښه لاره داده چې ټول هېوادوال د خپلې خوښې وړ او غوره کاندید ته په صندوقونو کې رایه واچوی .اکثریت خلک به له دې لارې وکولای شی چې یو خدمتګار کس د جمهوری ریاست د چوکۍ لپاره وټاکی. په دې توګه به د هېواد د پرمختګ او خلکو ته د خدمت کولو لاره
پرانیستل شی.        محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید