روزنامه هیواد

ټرمپ: که اوربند دوام وکړی، له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیکوم

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ وړمه ورځ هند ته تر سفر مخ کې خبریالانوته وویل، که په افغانستان کې موقت اوربند دوام وکړی، حاضر دى چې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړی. د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ په داسې حال کې چې هند ته روانېدا. په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل«هغه وخت راغلى چې خپل کور ته راوګرځو. دوى غواړی چې (جنګ) ودروی. تاسو پوهېږئ چې دوى له اوږدې مودې راهیسې جنګېږی. دوى سخت ساری خلک دی. موږ کلک خلک یوو، خو له ۱۹ کلونو وروسته، دا ډېره اوږده موده ده.» ولسمشر ټرمپ وویل«موږ فکر کوو چې دوى غواړی چې معامله وکړی. موږ هم غواړو چې معامله وکړو، نو فکر کوم چې دا نتیجه لرلى شی.» حاضردمه په افغانستان کې ۱۲ زره امریکایی پوځیان مېشت دی او په تېرو ۱۹ کلونو کې ۲۴۴۸ امریکایی پوځیان وژل شوی دی. امریکا او طالبانو د جمعې له ورځې په افغانستان کې نسبی اوربند کړى او په پاى کې یې ټاکلې چې د سولې تړون به لاسلیکوی. ډېره تمه ده چې د فبرورۍ په ۲۹ مه د سولې د تړون له لاسلیکه وروسته نسبی اوربند په بشپړ اوربند بدل شی او ورپسې د دایمی سولې لپاره بین الافغانی خبرې پیل شی. امریکایی چارواکی وایی چې ممکن ځینې عناصر د اوربند د ماتولو هڅه وکړی. په تېرو دوو ورځو کې یو شمېر حملې شوې خو چارواکی وایی چې په مجموع کې تشدد خورا کم شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید