روزنامه هیواد

ټرمپ ښایی له پوتبن سره لبدنه ونه کړی

د امرىکا ولسمشر ټرمپ وایی: ښایی د روسىې له‌خوا د اوکراىنی کښتۍ چلوونکو د نىولو پر سر له خپل روسی سىال ولادىمىر پوتىن سره لىدنه لغوه کړی.ټرمپ له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې چې وړمه ورځ خپره شوې دې خبرې ته اشاره کړې ده.له دې مخکې تمه وه، چې ډونالډ ترمپ له ولادمىر پوتىن سره په ارجنټاىن کې د جی شل هېوادونو په سرمشرىزه کې وګوری.د جی شل سرمشرىزه د نومبر په ۳۰مه د ارجنټاىن په بونىس اىرس ښار کې جوړېږی.د نومبر په ۲۵مه د روسىې پوځ د اوکراىن د سمندری پوځىانو درې بېړۍ سره له کښتۍ چلوونکو ونىولې.

ممکن است شما دوست داشته باشید