روزنامه هیواد

ټرمپ: په افغانستان کې مثبت ګامونه اخىستل شوی خو جګړه بدمرغی ده

د ناټو له عمومی منشی ىنس سټولټنبرګ سره لىدنه کې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په عىن حال کې په افغانستان کې ۱۹ کلنه جګړه بدمرغی وبلله. د امرىکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وری ۱۳» په سپىنه ماڼۍ کې د ناټو د عمومی منشی ىنس سټولټنبرګ کوربه و او د ناټو د بودجې، له مکسىکو سره د امرىکا د پولې او له روسىې سره پر جنجالونو سربېره‌ىې د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. ډونالد ټرمپ وایی، په افغانستان کې مثبت ګامونه اخىستل شوی او په کې ۱۹ کلنه جګړه بدمرغی ده.  ولسمشر ټرمپ د ناټو له منشی سره په غونډه کې چې خبرىالان هم وربلل شوی وو، په افغانستان کې له پرمختګونو خوښی وښوده.

نوموړی ووىل: (( لوېدىځ په وروستىو کې په افغانستان کې لوى پرمختګونه درلودل. دا جګړه له ۱۹ کلونو راهىسې روانه ده چې بدمرغی او مسخره ده، خو اوس موږ ډېر ګامونه اخىستی او ډېر څه دغلته دا مهال په مثبت خوا روان دی.)) د امرىکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ناټو له عمومی منشی ىنس سټولټنبرګ سره په واشنګټن کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنىو چارو د وزىرانو له غونډې ىوه ورځ مخکې کتلی دی. ټاکل شوې د ناټو ټلوالې د غړو هېوادونو لوړپوړی ډىپلوماتان د افغانستان، روسىې، ترکىې او اوکراىن په اړه خپل بحثونه وکړی. په واشنګټن کې د ناټو دا غونډه نن هم دوام کوی. د سې شنبې په ورځ د سپىنې ماڼۍ په غونډه کې ولسمشر ټرمپ ووىل، هېواد ىې د ناټو تړون ته ټىنګ تعهد لری، خو نوموړی پر ىو شمېر هېوادونو انتقاد وکړ چې د دغه تړون په لګښتونو کې خپله برخه په سمه توګه نه ادا کوی. نوموړی په ځانګړې توګه د جرمنی ىادونه وکړه او وىې‌وىل چې په ناټو کې د هغه هېواد مالی ونډه بیخی کمه ده. د ناټو عمومی منشی ىنس سټولټنبرګ هم په لنډه وىنا کې په عراق او سورىه کې د داعش ډلې د ماتې ىادونه وکړه، خو ټىنګار ىې وکړ چې دا ډله په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده وړل شوې. ىنس سټولټنبرګ همدارنګه په افغانستان کې د امرىکا هڅې وستاىلې او وىې‌وىل: (( موږ پر دې کلک باوری ىوو چې په افغانستان کې د کړکېچ او جګړې د سوله‌ىىز هواری لپاره د امرىکا د هڅو ملاتړ ډېر مهم دى، موږ د دې هڅو ملاتړ کوو.)) د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنىو چارو وزىران پرون چهارشنبه په‌داسې حال کې د افغانستان په اړه بحث ته کېناستل چې په هېواد کې د بل هر وخت په پرتله د سولې هڅې زىاتې شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید