روزنامه هیواد

ټرمپ ولې په ناڅاپی سفر هند ته تللی؟

له ۱۷ ساعته سفر وروسته ولسمشر ټرمپ د هند احمدآباد ښار ته رسېدلی دی. خو د سفر هدف د سیاسی چارو پرځای ډېر په نمایشی کارونو څرخی. د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر پرون د هند د ګجرات ایالت احمدآباد ښار ته لاړ. دا په داسې حال کې ده چې د هند لومړی وزیر، نرېندرا مودی له دغه ایالت سره تړاو لری. ټرمپ به ۳۶ ساعته له هند څخه لیدنه کوی چې د رپوټونو له مخې په یوه لوی رسم ګذشت کې به ورسره «په مېلیونو» خلک ګډون کوی. د دغه سفر هدف د نړۍ د دواړو تر ټولو لویو دموکراتیکو هېوادونو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا ده. دغو دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې په تجارتی برخه کې یو څه ترینګلتیا سره لرله. ټرمپ مخکې له دې چې الوتکه یې ښکته شی، په هندۍ ژبه په خپل ټوېټ کې لیکلی وو: «موږ حاضر یوو چې هند ته درشو، موږ په لاره یوو او د څو ساعتونو په ترڅ کې به له هر چا سره ووینو.)) د هند لومړی وزیر مودی ورته ولاړ و او د ټرمپ او د هغه د مېرمنې، مېلانیا هر کلی یې وکړ. ټرمپ لومړى د سبارماتی په نوم له یوه مندره چې هلته مهاتما ګاندهی ژوند کړى لیدنه وکړه. وروسته ښاغلى ټرمپ او مودی له ښاره لیدنه وکړه او د کرېکټ په لوبغالی کې ورته لویه غونډه جوړ شوې وه. د کرېکټ یاد لوبغالی د نړۍ تر ټولو ستر دغه ډول لوبغالی بلل کېږی. د ۲۲ کیلومترو په اوږدو کې د مودی، ټرمپ او لومړۍ مېرمنې مېلانیا عکسونه پر لوحو لګول شوی دی. په زرګونو خلک چې ډېرى یې د مودی د هندو ملتپال ګوند «پی جی پی» پلویان دی، د نوی ډمبر شوی سړک په اوږدو کې ولاړ وو او د ټرمپ د موټرو له کاروانه یې هرکلی وکړ. دغه لیدنه د دواړو مشرانو لپاره ګټوره ده : «د ولسمشر ټرمپ لپاره دغه لیدنه په یوه ټاکنیز کال کې اهمیت لری ځکه چې د لوېدیځ ایالت ګجرات بهرمېشتی خلک په متحدو ایالتونو کې یوه نفوذ لرونکې بډایه ډله تشکیلوی چې په دودیز ډول د ټرمپ ملاتړ کوی. ډېرو کسانو یې د ولسمشریز ټاکنیز کمپاین لپاره ډېرې بسپنې ورکړې دی. له دې کبله یو هدف د هغوى تر منځ د ملاتړ ډېرېدل دی.)) دغه سفر د لومړی وزیر مودی لپاره هم مهم دی چې په کور دننه په لویه کچه له مظاهرو سره مخامخ و او په بهر کې یې هم د تابعیت د ناندرییز قانون په سر انتقادونه لیدلی دی چې د ځینو په خبره د هند سېکولار دودونه تر پښو لاندې کوی. د چین ولسمشر شی جینپینګ او د جاپان صدراعظم شینزو آبې هم دغه ښار ته ورته سفرونه کړی دی. دا ځکه چې ګجرات د هند تر ټولو لوی ایالت دی. خو د رویترز خبری اژانس خبریالانو ویلی چې د ټرمپ سفر ته چمتوالی په «بې سارې» کچه نیول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید