روزنامه هیواد

ټرمپ د ټاکنو د بایللو په صورت کې له امریکا د وتلو خبر ورکړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جورجیا کې د خپلو پلویانو غونډې ته ویلی، که چېرته د جوبایډن په څېر سیال ترې ټاکنې وګټی ،نو امریکا به ورته ځای ورنه کړی.ده زیاته کړې: په دې شرمېږی ،چې د بایډن غوندې کاندید ورسره د ټاکنو ګټلو ته راوتلی دی.ټرمپ خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلی: (( ایا فکر کوئ چې زه به یې وبایلم، ډېر شرم دی، چې خلک ووایی، بایډن له ټرمپ څخه ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې، هېڅ ښه احساس به ونه لرم او ښایی د امریکا پرېښودو ته مجبور شم.))د امریکا په سږنی ټاکنو کې جوبایډن د ولسمشر ټرمپ سرسخت سیال بلل کېږی، چې د ډېرو په باور ښایی سږنۍ ټاکنې هم وګټی.یو شمیر امریکایی سیاسیون هم د ټرمپ په حکومت سختې نیوکې لری او ټرمپ یې د امریکا په تاریخ کې ناکامه ولسمشر بللی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید