روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ټرمپ د دفاع وزیر ګوښه او پر ځای یې نوی کس معرفی کړ

د امریکایی رسنیو د خبر له مخې، له څو میاشتو راهیسې د مارک ایسپر او ډونالډ ټرمپ ترمنځ اړیکې ښې نه وې او پر یو لړ مسایلو یې ترمنځ ژور اختلاف و.ټرمپ په تازه اقدام کې د پنټاګون د ترهګرۍ ضد مرکز رییس کرستوفر مېلر ددفاع وزیر ټاکلی دی.ده ویلی ،چې د ایسپر له فعالیتونو مننه کوی او نوی دفاع وزیر ته د بریا هیله لری.ټرمپ داسې مهال د خپل حکومت مهم وزیر بدلوی، چې په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې او تر راتلونکې جنوری به واک نوی ولسمشر جوبایډن ته پرېږدی.بل خوا د امریکا د سنا له ټرمپ غوښتې چې د ټاکنو پایله ونه منې.

ممکن است شما دوست داشته باشید