د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
روسیې د ۲۰۱۹م کال په پای کې خپل تر ټولو لوی توغندی د استفادې لپاره تیار کړ. اوس ډونالډ ترمپ غواړی له هغې سره په رقابت کې په لا زیات ستر توغندی سره، چې په خبره یې کولی شی دری برابره چټک پرواز وکړی غبرګون ښکاره کړی.د امریکا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو له مخې د دغه هېواد نظامی ځواکونه داسې توغندی جوړوی، چې د نړۍ تر ټولو چټک توغندی به وی. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د فضایې ځواکونو د نوی بخش د بیرغونو د معرفی کولو پر مهال وویل، چې ټاکل شوې ده دا به په امریکا کې د موجودو توغندیو په پرتله ۱۷ واره چټک پرواز ولری.د ټرمپ د څرګندونو په اساس دا به په نړۍ کې د ټولو موجودو توغندیو د بېلګې په توګه د روسی او چینایی توغندیو دری چنده تیز وی. نوموړی هغه Super-Duper-Rakete. یا ((تیز او غافل کونکی)) توغندی وباله.