روزنامه هیواد

ټرمپ : امریکایی دیپلوماتان دې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړی

خو طالبان حاضر نه شول.تر دې پخوا د امریکا حکومت له طالبانو څخه پر له پسې غوښتل چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړی، خو طالبانو ټینګار کاوه چې یوازې له امریکایانو سره غږېږی.تېره میاشت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل: چې امریکا حاضره ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو په خبرو کې ګډون وکړی.نیویارک ټایمز او سیډنی مارنینګ هیرالډ (The Sydney Morning Herald) ورځپاڼو پرون ((دوشنبه)) په راپور کې د امریکا په ستراتیژۍ کې وروستى بدلون د افغانستان د اوږدې جګړې د پاى ته رسولو لپاره یوه بله هڅه بللې ده.ورځپاڼه وایی چې د امریکا په پالیسۍ کې بدلون څو تنو امریکایی او افغان چارواکو تایید کړى دى.نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی چې تراوسه د خبرو د پیلېدو لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د سپینې ماڼۍ له لوری پر مخامخ خبرو ټینګار ښیی چې امریکا غواړی د افغانستان ولاړ حالت ژر پاى ته ورسېږی.د ورځپاڼې د راپور پر اساس، په وروستیو څو اوونیو کې څو تنه امریکایی دیپلوماتان پاکستان او افغانستان ته لاړل چې د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کړی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره اوونۍ کابل ته سفر وکړ او د متحدو ایالتونو جګپوړې دیپلوماتې الیس ویلز څو ورځې په سیمه کې تېرې کړې او د افغانستان او پاکستان له مهمو او رول لرونکو کسانو سره یې ولیدل.د ورځپاڼې له مخې، د دغو خبرو ځانګړى تمرکز په دې و چې د افغانستان مشرانو ته ډاډ ورکړل شی چې د دغو خبرو مانا دا نه ده چې له طالبانو سره خبرې دوى ته شا اړول دی، بلکې د دې هدف دا دى چې کنګل مات شی او د سولې لار هواره شی.د امریکایی او استرالیایی ورځپاڼو پر اساس، د اوباما د حکومت په مهال د افغانستان پخوانی حکومت اجازه نه ورکوله چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړی او له همدې کبله د سولې هلوځلو نتیجه ورنه کړه.تراوسه پورې نه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نه هم طالبانو د مخامخ خبرو د احتمال په اړه څه ویلی دی.د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی ظاهراً د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو مخالف نه دى، خو د ده په حکومت کې یو شمېر مشران له دې نظر سره موافق نه دی.ښاغلی غنی تېره میاشت په یوه خبری غونډه کې وویل چې د سولې پروسه به پېچلې وی او «راز راز نظرونه او وړاندیزونه مطرح شوی څو کنګل مات شی او خبرې پیل شی.» ورځپاڼه زیاتوی، اوس ګڼ شمېر افغانان او امریکایان فکر کوی چې د جګړې د پاى ته رسېدو یوازینۍ لار دا ده چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید