روزنامه هیواد

ټاکنې څنګه پیل او پاى ته ورسېدې؟

 سمېع الله سمېع

لومړۍ برخه

په افغانستان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له هر اړخیز چمتووالی وروسته د ۱۳۹۷ ل کال د وری په ۱۲ مه د ملی راډیوټلویزیون له لارې اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره ټاکنې د ۱۳۹۷ ل کال دتلې په ۲۸ تمه پیل شی. د ټاکنوخپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد ، داخبره هم وکړه چې د ټاکنو لپاره به نوم لیکنه دوری په ۲۵ تمه پیل او دغویی تر ۲۳ تمې به دوام وکړی.

 د همدې پریکړې له مخې د روان کال دوری په ۲۵ تمه په ټول افغانستان کې د رایې ورکوونکو دنوم لیکلو بهیر د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې پیل شو. د ټاکنو د نوم لیکو د بهیر له پیلېدو سره طالبانو له یوې خوا، جګړې ته زور ورکړ  اوله بلې خوا یې د نوم لیکلو مرکزونه تر برید لاندې ونیول، چې په دغه لړ کې دوری په ۲۸ تمه د غور په ولایت کې د ټاکنو دوه تنه کارکوونکی شهیدان او درې تنه پولیس یې ژوندی له ځان سره بوتلل.

 د ولسمشر فرمان:

 یو شمېر افغانان دهغو تهدیدونو له مخې چې د طالبانو، له خوا ورته متوجه وو ، د ټاکنو په نوم لیکنه کې زړه نازړه ښکارېدل ، خو په اړه یې ولسمشر محمداشرف غنی فرمان صادر کړ او ټولو دولتی کارکوونکو ته یې امر وکړ چې خپله او دخپلې کورنۍ غړی چې د ټاکنو په شرایطو برابروی، دټاکنو لپاره دې نوم لیکنه وکړی. همدارنګه یې له ټولو والیانو غوښتنه وکړه چې ټول دولتی کارکوونکی باید دې ته اړ کړی چې د خپلو کورنیو له غړو سره په ټاکنو کې نوم لیکنه وکړی. دنوموړی فرمان له مخې په مرکز او ولایتونو کې د دولتی اوعامو خلکو د نوم لیکنې بهیر پیل شو او زیاتو دولتی کارکوونکو د خپلو کورنیو له غړو سره د ټاکنو په نوم لیکنه کې برخه واخیسته.

 د ټاکنو د نوم لیکلو په دفترونو بریدونه:

 طالبانو د ټاکنو د نوم لیکلو په دفترونو دبریدونه د روان کال دغویی په ۲یمه شروع شول او د دشت برچی په سیمه کې د نوم لیکنې په دفتر یې ځانمرګى برید وکړ ، چې په دغه برید کې ۵۷ تنه شهیدان او ۱۱۹ تنه ټپیان شول، په نوموړی دفترکې خلکو غوښتل چې په ټاکنو کې د راى ورکولو لپاره تذکرې واخلی.

 د ددغه برید پړه داعش ډلې په غاړه واخیسته.

د نوموړې خونړۍ پېښې نه ورځ وروسته یعنې دغویی په ۳مه د بادغیس په ولایت کې طالبانو د باغبان په سیمه کې د تذکرې د ورکولو او د ټاکنو د نوم لیکلو په دفتر بریدونه وکړل. چې په دغه برید کې دملی اردو ۹تنه سرتېری شهیدان او یو شمېر ټپیان شول.

 د کابل په شش درک سیمه کې د نوم لیکنې په دفتر برید:

 طالبانو د خپلو بریدونو په لړ کې د روان کال دغویی په لسمه د کابل ښار د شش درک په سیمه کې د نوم لیکنې په دفتر د موټر سایکل سپور له خوا د امنیت ادارې په لومړی قراول کې برید وشو او زیاته مرګ ژوبله یې درلودله. خوچې کله ژورنالېستان اونور امنیتی کارکوونکی د پېښې ځاى ته ورغلل، دوهمه چاودنه پرې وشوه، چې په دغه برید کې د ښځو اوماشومانو په ګډون ۲۹ تنه شهیدان او ۴۹ تنه ټپیان شول. په شهیدانو کې ۹ تنه ژورنالیستان هم شامل وو،چې دغه ورځ د افغانستان د ژورنالېستانو لپاره ترټولو خونړۍ او توره  ورځ یاده شوه.

 ددغه خونړی برید پړه هم داعش په غاړه واخیسته.

 په همدغه ورځ په کندهار کې هم دموټر بم په ځانمرگی برید کې د ښوونځی ۱۱ تنه زره کوونکی شهیدان اویو شمېر ټپیان شول.

 همدارنګه د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې هم د دوو پرله پسې چاودونو له امله یوتن پولیس شهید او یو شمېر عام خلک ټپیان شول.

 په خوست کې هم د طالبانو په برید کې د محلی راډیو تلویزیون یو ژورنالېست  احمدشاه شهید کړاى شو.

د خوست په جامع جومات برید:

 همدا راز د غویې په ۱۶ مه د خوست ښار په جومات کې چې خلک د نوم لیکنې لپاره راټول شوی وو اوپه کتارکې ولاړوو، د یوې بمی چاودنې له امله ۱۷ تنه شهیدان او ۳۴ تنه ټپیان شول.

 د کابل ښار د شهرنو په پارک کې هم یو شمېرخلک د ټپیانولپاره دوینې ورکولو لپاره راټول شوی وو ځانمرګی غوښتل چې پرې برید وکړی، خو د پولیسو له خوا وپېژندل شو او ووژل شو.

په بغلان برید:

 د بغلان ولایت دلامان په سیمه کې د غویی په ۱۸ مه طالبانو په ټاکنیز دفتر برید وکړ، چې په دغه برید کې دملی اردو ۶ سرتېری شهیدان او ۶ نور ټپیان شول.

 په کابل ښار بیاځلې خونړی بریدونه:

 طالبانو د غویی په ۱۹ مه د کابل ښار په ۱۳ مه او لسمه امنیتی حوزه بریدونه وکړل، چې په دغه دواړو بریدونوکې ۱۶ تنه شهیدان او ۲۸ تنه نورټپیان شول.

 په جلال آباد برید:

 د بریدونو په لړ کې د غویی په ۲۳ مه د جلال آباد ښار د مستوفیت ودانۍ ته څېرمه څو تنو بریدګرو لومړى د مستوفیت د دروازې په خوله کې چاودنه وکړه او بیا مستوفیت ته ورننوتل اوپه مامورینو یې ډزې پیل کړې ، چې په دغه ډزوکې له ۲۰ تنو څخه زیات مامورین شهیدان او یو شمېر ټپیان شول ، چې له نېکه مرغه ټول ترهګر د امنیتی ځواکونو له خوا ووژل شول او جګړه د دوى په وژلو پاى ته ورسېده.

 د فراه ښار جګړه:

 په داسې حال کې چې د ټاکنو د نوم لیکلو بهیر په ټولو ولایتونوکې دوام درلود، طالبانو د پاکستان د آى ایس آى په مستقیمه لارښوونه د روان کال دغویی په ۲۵ تمه د فراه په ښار برید وکړ او د ښار ځینې برخې یې ونیولې ، خو د امنیتی ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

 د فراه ښار په جګړه کې طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله واوښتنه او دغویی په ۲۷ تمه زموږ امنیتی ځواکونو وکولاى شول چې طالبان په بشپړډول له ښار څخه وباسی او د ټول ښار امنیت ټینګ کړی.

 په جلال آباد کې بمی چاودنې:

 د جلال آباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د سپین غر په لوبغالی کې دغویی په ۲۸ تمه په داسې حال کې چې دکرېکټ د ټیمونو ترمنځ لوبه روانه وه، درې بمی چاودنې وشوې چې په دغو چاودنوکې ۹ تنه شهیدان او ۵۰ تنه نور ټپیان شول. د دغه برید پړه داعش ومنله.

ممکن است شما دوست داشته باشید