روزنامه هیواد

ټاکنې څنګه پیل او پاى ته ورسېدې؟

د غزنی په ښار برید:

 د دغه برید په بهیر کې د روان کال  د غبرګولی په ۳ یمه د غزنی ښار په یوه برخه کې د ټاکنو د نوم لیکنې په دفتر کې دځاى پرځاى شوی بم د چاودنې له امله ۲ تنه کارکوونکی شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.

د لوګر په ښار برید:

 طالبانو د غبرګولی په ۹مه د لوګر ولایت په لومړۍ امنیتی حوزه برید وکړ، چې د دغه برید په بهیر کې د حوزې آمر او ۲ تنه پولیس
ټپیان شول.

 دکورنیو چارو په وزارت ډله ییز برید:

 د غبرګولی په ۹مه ترهګرو لومړى د کورنیو چارو وزارت مخې ته په لومړی قراول کې ځانمرګى برید وکړ، وروسته لس تنه ترهګر د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته ورننوتل او په مامورینو یې ډزې پیل کړې. په دغه بهیر کې درنې چاودنې هم وشوې . چې په پایله کې یو تن ترهګر ژوندى ونیول شو او نور ترهګر له منځه لاړل. د دغه برید پړه داعش ومنله، خو وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش وویل چې دغه برید د حقانی
شبکې کړى و.

 پر دینی عالمانو برید:

 په داسې حال کې چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې دوامدارې جګړی وې د ټول هېواد ۲۹۰۰ تنو دینی عالمانو په کابل ښار کې دلویې جرګې په خیمه کې غونډه وکړه  او د طالبانو د هیلو خلاف یې په افغانستان کې جګړه ناروا او حرامه وبلله،طالبانو له دغې موقع څخه ګټه واخیسته او په داسې حال کې چې غونډه پاى ته رسېدلى وه، د یو ځانمرګی برید په ترڅ کې یې لس دینی عالمان شهیدان او څو تنه نور ټپیان شول.

په لغمان کې ځانمرګى برید:

 دلغمان په جامع جومات کې د غبرګولی په ۱۸ مه دینی عالم چې د جمعې له لمانځه وروسته خپل کورته له خپلو ۴ ساتونکو سره روان وو، د یوموټرسایکل سپور د ځانمرگی برید له امله له خپلو ساتونکو سره ووژل شو، نوموړی د جمعې په موعظه کې جګړه حرامه بللى وه اوله خلکو یې غوښتی وو چې د ټاکنو په نوم لیکنه کې برخه واخلی.

 په کابل ښار کې برید:

 د ځانمرګو بریدونو په لړ کې د غبرګولی په ۲۱ مه د کابل ښار د دارلامان په سیمه د اوبو اوبرېښنا وزارت ته څېرمه د ځانمرګى برید په ترڅ کې ۲۵ تنه مامورین شهیدان او یو شمېر ټپیان شول، چې ددغه برید پړه داعش په غاړه واخیسته ، له دغه بریده وروسته د غبرګولی په ۲۲ مه دټاکنو
د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسی جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو نوم لیکنه بنده شوه او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ادارې وویل: چې په نوم لیکنه کې له ۸ میلیونو څخه زیاتو کسانو برخه اخیستې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید