روزنامه هیواد

ټاکنې به په امنه فضا کې ترسره شی

دا څرګندونې وړمه ورځ د را روانو پارلمانی ټاکنو په اړه د امنیتی چمتووالی په هغه غونډه کې وشوې، چې په ۲۱۵ میوند قول اردو کې نیول شوې وه او په کې د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان په مشرۍ د نظامی شورا غړو ترڅنګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر، د اړوند ولسوالیو مسوولینو او همدارنګه د نیمروز ولایت والی او د نظامی شورا غړو ګډون درلود. په دې غونډه کې د اړوندو ولسوالیو لپاره د امنیتی پلانونو د ارزونې ترڅنګ پر شفافیت او روڼوالی او همدارنګه د دولتی کسانو له لوری پر نه مداخلې مفصلې خبرې او سپارښتنې وشوې.

د هرې ولسوالۍ امنیتی مسوولینو خپل چمتو شوی امنیتی پلانونه وړاندې کړل، چې د هلمند د والی په مشرۍ د نظامی شورا غړو تر ارزونې وروسته د لا پیاوړتیا په موخه لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورته وشوې.

ددې ترڅنګ د ټاکنیزو صندقونو پر لېږد او ځای پر ځای کېدو هم تر بحث وروسته لازم تصمیمونه او پرېکړې وشوې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتی مسوول محمد هاشم درانی وویل: هغه مرکزونه چې زیاتو خلکو په کې سټیکرونه لګولې دی په همدې تناسب ورته ډېر ټاکنیز سایټونه هم په نظر کې نیول شوی دی، چې خلک په زیاته کچه او ژر خپلې رایې وکارولی شی. ددې ترڅنګ د ټاکنو د شفافیت لپاره د بایومیټریک پر شتون هم ټینګار وشو او وویل شول، چې په دې سره به د هر ډول درغلیو او تخطیو مخه ونیول شی.

دهلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان د را روانو ټاکنو لپاره نیول شوی امنیتی تدابیر او د ټاکنو تخنیکی چمتووالی وستایه او ټینګار یې وکړ، چې پر غوره امنیت او شفافیت سربېره باید په ټاکنو کې د دولتی مسئولینو او نورو زورواکانو د مداخلو او ناوړه مداخلو جدی مخه باید ونیول شی.
هغه زیاته کړه، هر هغه څوک چې د ټاکنو په ورځ له یوې زیاته رایه وکاروی، یا هم ناوړه مداخله وکړی، امنیتی ځواکونه یې باید سمدستی ونیسی او څارنوالۍ ته یې معرفی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید