روزنامه هیواد

ټاکنو کمېسیون د پارلمانی ټاکنو د ۱۲۰ زره مؤقتی کارمندانو معاشونه نه دی ورکړی

د ۱۳۹۷ کال د میزان د ۲۸مې او ۲۹مې د ټاکنو لس میاشتې پوره شوې خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا هم خپلو ۱۲۰ زره مؤقتی کارمندانو ته معاشونه نه دی ورکړی.

د کمېسیون د مشرانو د ارقامو په اساس هر ښوونکی ته چې د ټاکنو د یوې ورځې لپاره یې له دوی سره کار کړی هر یو نفر ۴۶ ډالر باید ورکړل شی، چې لا هم د دا ډول ۱۲۰ زره کسانو معاش پر کمېسیون پور پاتې دی.

دغه پیسې چې ټولې راټولې شی، پنځه نیم مېلیونه ډالر کېږی چې باید د یو اېن ډی پی لخوا ورکړل شوې وای.

د ټاکنو کمېسیون د ساحوی عملیاتو رییس خیبر سعیدی وایی، دا پروسه ځکه وغځېده چې د دغو لنډمهاله کارمندانو د اسنادو راټولونې زیات وخت ونیو او معاشونه یې هم ورسره وځنډېدل: (( اوس مو ټول هېواد نه د دوی اسناد راټول کړی او د ملګرو ملتونو پراختیایی ادارې ته مو استولی چې ډېر ژر به یې معاشونه اجرا شی.))

نوموړی وایی، یو اېن ډی پی ژمنه کړې چې د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو نه وړاندې به د کمېسیون د تېر کال کارمندانو معاشونه حواله کړی.

کمېسیون وایی، دوی له خپله جیبه د تېر کال مؤقتی کارمندانو ته معاش نه شی ورکولی، خو د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې نږدې ۲۰۰ زره کارمندان په پام کې نیولی چې ټول معاش به یې د دولت له جیبه ۲۰۰ مېلیونه افغانۍ شی او پر وخت به یې ورته اجرا کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید