روزنامه هیواد

ىوناما: لا هم فساد په افغانستان کې د سولې په وړاندې لوى خنډ دى

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوىه مامورىت ىا «ىوناما» په نوی راپور کې وىلی چې د پالىسۍ او قانونی اصلاحاتو سره-سره، لا هم فساد په افغانستان د سولې په مخ کې لوى خنډ دى.

که څه هم افغان حکومت له فساد سره د کلکې مبارزې هوډ کړى، خو ىوناما په نوی راپور کې وایی، فساد په حکومتی ادارو کې د خلکو باور له‌منځه وړى او د سولې پر وړاندې لوى خنډ ګرځېدلى دى.

د ىوناما دفتر استازې رومانا شواىګر د دوشنبې په ورځ خبرىالانو ته ووىل چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره پرله‌پسې هڅو او تمرکز ته اړتىا لری.

نوموړې وایی:‎ (( په رىښتىنی ډول د فساد پر وړاندې مبارزه د افغانستان لپاره اساسی اړتىا ده. ملګری ملتونه له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغانستان د پرمختګ هرکلى کوی، خو ټول افغان بنسټونه او د ټولنې هره برخه باىد هڅې وکړی ،چې رىښتىنولی، روڼتىا او حساب ورکول پراخ شی.))

د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د ىوناما په‌دغه راپور کې سپارښتنه شوې چې:

فساد په څه ډول او په  دوامدار ډول په افغانستان کې د ژوند په ټولو اړخونو اغېز کړى دى. په حکومتی ادارو ىې د خلکو باور له‌منځه وړى او هېواد ته ىې د سولې او هوساىنې راوړلو پر وړاندې خنډ جوړ کړى دى. د ىوناما په‌دغه راپور کې همدا شان وىل شوی چې فساد د قانون حاکمىت کمزورى کوی او د لا زىاتو جرمونو لپاره لار هواروی. دا راپور ګڼې سپارښتنې وړاندې کوی او ښىې چې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې د حکومت روانو هڅو تراوسه د ډېرو افغانانو په ژوند اغېز نه‌دى کړى. په راپور کې ىوه مهمه سپارښتنه د افغانستان لپاره د فساد پرخه کې د اوږدې مودې ستراتىژۍ رامنځته کول په‌دې هدف دی چې د اصلاحاتو پخوانۍ هڅې او لاسته راوړنې دوام ومومی او له فساد سره د مبارزې لپاره د خلکو مخ پر زىاتىدونکې لېوالتىا پىاوړې شی.دا په‌داسې حال کې ده چې تردې مخکې افغان حکومت وىلی چې د فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز له جوړېدو تردې دمه د لوړ رتبه دولتی مامورىنو په ګډون ۲۱۲ تنه په مجازات محکوم شوی دی. تر دې وړاندې د داوی ګروپ ریىس عبدالغفار داوی، د ټرانسپورت وزارت دوه پخوانی مرستىالان، د څرخی پله د زندان مسوول، د ىو شمېر امنىتی ارګانونو لوړپوړی چارواکی او د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ پخوانى وزىر عبدالرزاق وحىدی د درنو جرمونو او اداری فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز له لوری په سزا محکوم شوی دی. خو د افغانستان د شفافىت د څار بنسټ وایی چې حکومت باىد د هغو فاسدو چارواکو پر ضد چې د لوړو سىاسی څوکىو له ملاتړه برخه‌مند دی، اقدام وکړی.د دغه بنسټ د اړىکو او عدالت غوښتنې د برخې مسوول محمد ناصر تىموری ازادۍ راډیو ته وىلی، سره له دې چې حکومت له فساد سره مبارزه تر ىوه حده کړې، خو په وىنا ىې لا هم بنسټىزه شوې نه‌ده. لوىه څارنوالۍ واىی، دوى د حکومتی چارواکو په ګډون قانون په ټولو ىو شان عملی کوی او ىوازې په تېرلمرىز کال کې دوى په‌دې برخه کې له ۴۲ زره ډېرو قضىو ته رسېدنه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید