روزنامه هیواد

ىوناما: د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې

ملګروملتونو په تېرو ۱۰ مىاشتو کې د افغان ملکىانو مرګ ژوبلې بېسارې وبللې.په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوى دفتر ىا ىوناما د چهارشنبې په ورځ د روان کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د سپټمبر تر دېرشمې د افغانستان په جګړه کې د تلفاتو شمېر اعلام کړ او  وىې وىل، چې تر ټولو زىات افغان ملکىان د دولت د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې وژل شوی ىا ټپىان شوی دی.د ملګروملتونو په دې تازه راپور کې وىل شوی چې ۸ زره ۵۰ افغانانو ته په ىاده موده کې مرګ ژوبله اوښتې ده.د ىوناما د راپور پربنسټ په دې شمېر کې ۲ زره ۷۹۸ وژل شوی او ۵ زره ۲۵۲  نور ژوبل شوی ، چې دا د تېر ۲۰۱۷ م کال د ورته مودې په پرتله خورا ډېر دی.تر ټولو زىاتې مرګ ژوبلې په ننګرهار کې شوی دی. ملګروملتونو وىلی، د دې لپاره چې د افغانستان جګړه پوځی حللاره نه لری، نو په کار ده، چې د دې شخړې د پاى ته رسېدو لپاره فوراً سوله ىىز حل ولټول شی ، چې د افغانانو کړاوونه او مصىبتونه ختم شی.په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړی استازی تادامىچی ىاماماوتو په ټولو افغان خواوو ږغ کړى ،چې ملکی وګړو ته د مرګ ژوبلو د نه اړولو لپاره له خپل ټول وسه کار واخلی.د ملګروملتونو راپور وایی، چې د افغانستان په جګړه کې تر ټولو زىاتو ملکىانو ته په ځانمرګو او بمی بریدونو مرګ ژوبلې اوړی، چې د دولت وسله وال مخالفان ىې کاروی.له ځانمرګو او بمی بریدونو وروسته په دویمه درجه د ملکىانو زىاته مرګ ژوبله  وسله والو نښتو کې اوړی.د ملګروملتونو د راپور پر اساس، په افغانستان کې قصدی ىا هدفی بریدونه هم زىات شوی، چې له ځانمرګو، بمی برىدونو او په وسله والو جګړه کې له وژل کېدونکو وروسته د ډېرو افغانانو ژوند اخلی.د تلاشۍ په عملىاتو کې په وژنو او په هغو برىدونو کې چې د انتخاباتو په ارتباط کېږی، هم د ډېر شمېر افغانانو ژوند اخىستى دى.په دې وروستیوکې د ننګرهار په کامه ولسوالی کې د ولسی جرګې د انتخاباتی کمپاىن پر  غونډې د ترهګرو په برىد کې شاوخوا ۱۰۰ بېګناه ملکىان شهیدان ىا ټپىان شول. د سې شنبې په ورځ په هلمند کې د ىوه کاندىد په ګډون د هغه د کمپاىن په غونډه کې ځانمرګی برید لږترلږه ۸ شهىدان او ۱۰ نور ژوبل کړل.د ملګروملتونو په راپور کې څرګنده شوې، چې له ننګرهار وروسته ډېر ملکىان په پلازمېنه کابل، هلمند او غزنی ولاىتونو کې وژل شوی ىا ټپىان شوی دی.د ىوناما مشر تادامىچی ىاماموتو وىلی: (( په قصدی ډول ملکىان په نخښه کول جنګی جناىت دى او زغمل کېداى نه شی.))ده همداراز وىلی ،چې په افغانستان کې د چاودېدونکو موادو، وساىلو، په ځانګړی ډول د ځانمرګو بریدنو له کبله د ملکی افغانانو مرګ ژوبلې اعظمی حد ته رسېدلی دی.د ملګروملتونو په ځانګړی راپور کې په دې ژوره اندېښنه ښکاره شوې، چې د حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا د ملکی وګړو پر ضد د قصدی او بې توپىره بریونو شمېر زىات شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید